باچا خان مرکز د موسيقۍ د ثبت سټوډيو جوړه کړې
دا اوونۍ مو په "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونه کې د پېښور په باچا خان مرکز کې د "انګازې" په نوم د يوه ميوزک سټوډيو جوړېدو پر موضوع له سندرغاړو سره خبرې کړې دي. مرکز د سټوډيو انتظامي چارې نوميالي سندرغاړي ګلزار عالم ته ورکړي دي. نوموړی وايي، په سټوديو کې يې د موسيقۍ د ثبت عصري اسانتياوې برابر کړي او هڅه به وکړي چې له ځايي سندرغاړو معياري سندرې رېکارډ او خپرې کړي. په خپرونه کې د باچا خان مرکز د دې نوښت په اړه د سندرغاړو ګلزار عالم، فضل وهاب درد او بختيار خټک د خبرو ترڅنګ يو شمېر سندرې هم اورېدای شئ.
برخې
-
جولای ۲۵, ۲۰۲۴
عادل يار خان وايي د هنر هدف يې د پښتو خدمت ترڅنګ شهرت ګټل دي
-
جولای ۱۱, ۲۰۲۴
"د ګيله من د شعر ماخذ د ولس درد وو"
-
جون ۰۶, ۲۰۲۴
اعجاز سرحدي: سارينده د خيبر د تيرا ايجاد دی