د لاسرسي ځای

تازه خبر

اورګونوالو د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ملاتړ وښود


 اورګونوالو په پکتیکا کې د یوې غونډې او لاریون له لارې د افغان ځواکونو ملاتړ وښود.
اورګونوالو په پکتیکا کې د یوې غونډې او لاریون له لارې د افغان ځواکونو ملاتړ وښود.

د جولای پر ۲۸مه د افغانستان د پکتیکا ولایت د اورګون ولسوالۍ اوسېدونکو د یوې غونډې او لاریون له لارې د افغان ځواکونو ملاتړ وښود او وي ویل، چې د افغان ځواکونو قرباني د ولس د هوساینې او د دې هېواد د پرمختګ لپاره ده.

د غونډې او لاریون ویناوالو زیاتوله، اوس خلکو دا حقیقت درک کړی، چې د یو غښتلي پوځ پرته نه دا هېواد مخته تللی شي او نه يې د ولسونو مادي او معنوي پرمختګونه خوندي پاتې کېږي.

دوی وویل، نظام هغه وخت غښتلی وي او پايښت يې تضمینیږي، چې خلک له ملي ځواکونو ملاتړ ولري.

د لاریون یو ګډونوال مدني فعال محمدالله همتیار مشال راډیو ته وویل:

"موږ د افغان ځواکونو په ننګ او ملاتړ راټول شوي یو، هدف مو د هغوی ستاینه ده، د پکتیکا ټول ولسونه د خپلو ځواکونو تر څنګ ولاړ دي، موږ ټول یو موټي او یو قوت یو او ددې هېواد د بقاء او ساتنې لپاره شپه او ورځکار کوو او د خپلو ځواکونو تر څنګ به ولاړ یو."

د اورګون د ځوانانو شورا مشر عبدالقیوم حلیمي وویل، دوی ددې لاریون او غونډې له لارې خپلو سرتیرو ته ډاډ ورکړ، چې نه یوازې د ولس ملاتړ ورسره دی، بلکې د اړتیا په وخت کې به د هېواد ساتنې لپاره د هغوی ترڅنګ وي.

یو بل مدني فعال رحمت خان مخلص وايي، همدا افغان ځواکونه دي، چې د دوی د قربانیو له وجې دلته د خلکو اساسي حقونه خوندي دي او د خپل هېواد پرمختګ د جمهوریت په غښتلتوب کې ویني.

ده وویل، که افغان سرتیري ددې هېواد د اوس او راتلونکې لپاره قرباني ورنکړي، د دې وګړو د پرمختګ او هوساینې ارمانونه نشي پوره کیدلی.

د اورګون ولسوال عبدالمتین کټوازي په خپلو خبرو کې وویل، همدا افغان سرتېري دي، چې نړیوالې ترهګرۍ سره د جګړې په اوله کرښه کې دي، خو بیا يې هم د خپلو وطنوالو سوله ییز ژوند ساتلی دی.

د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په استازیتوب اورګون کې د سرحدي کنډک قوماندان حیات الله احمدي د خلکو له ملاتړ څخه د مننې تر څنګ وویل، که څه هم د افغان ځواکونو په نومونو او دندو کې توپیر شته، خو د ټولو ګډه موخه داده، چې ولس يې ارامه ژوند ولري او هېواد يې خوندي وي.

د پکتیکا د اورګون د سرحدي ولسوالۍ اوسیدونکي داسې مهال د افغان ځواکونو په ملاتړ غونډه او لاریون کوي، چې په همدې ورځ افغان ولسمشر محمد اشرف غني په کابل کې د سام غونډې ګډونوالو ته چې د نړۍ د ګڼو هېوادونو او سازمانونو مشران په کې حضوري او غیر حضوري ګډون لاره، وویل، په فبروري میاشت کې د امریکا او طالبانو تر منځ د موافقې له لاسلیک وروستهلس زره افغان پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې چې لدې جملې له ۳۷۰۰ زیات افغان پوځيان په بیلابیلو حملو کې وژل شوي دي.

ولسمشر غني د خپلو خبرو پر مهال دا هم وویل، چې ۲۰۲۰ زکال د سولې په نیت پیل شو، خو طالبانو خپل بریدونه لاپسې ډېر کړل

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG