د لاسرسي ځای

تازه خبر

د انګلینډ کرکټ لوبډله د ۱۶ کلونو موده کې په لومړي ځل پاکستان ته ځي


د انګیلنډ جاس بټلر د پاکستان فخر زمان سټمپ سوځلو په حال کې - د ۲۰۱۹ز کال انځور
د انګیلنډ جاس بټلر د پاکستان فخر زمان سټمپ سوځلو په حال کې - د ۲۰۱۹ز کال انځور

د انګلینډ کرکټ لوبډله د ۲۰۲۱ز کال په اکتوبر کې پاکستان ته ځي چې هلته له کوربه هېواد سره دوه ۲۰ اوریزه سیالۍ وکړي.

د انګلینډ کرکټ بورډ د نومبر پر ۱۸مه وویل، دا به په ۱۶ کلونو کې لومړی ځل وي چې لوبډله یې پاکستان ته ځي.

رویټرز اژانس وايي، د انګلینډ د کرکټ ملي لوبډلې تر دې لنډ سفر وروسته هم په اکتوبر کې په هند کې د ۲۰ اوریزه کرکټ نړیوال جام اتلولي پیلېږي.

په ۲۰۰۹ز کال کې په لاهور کې د سري لنکا پر کرکټ لوبډلې وسله وال برید شوی وو چې پکې شپږ پولیسان او دوه ولسي وګړي وژل شوي ول.

تر هغې وروسته تر کلونو پورې د کرکټ نړیوالو لوبډلو پاکستان ته سفر نه کاوه او زیاتره نړیوالو لوبډلو به له پاکستان سره په متحده عرب اماراتو کې سیالۍ کولې.

د انګلینډ د کرکټ بورډ مشر ټام هیرېسن وايي، راتلونکی کال یې د لوبډلې پاکستان ته سفر د دواړو هېوادونو لپاره خورا زیات ارزښت لري.

ده البته وویل چې د تل په څېر دا ځل هم د لوبغاړو او د کرکټ بورډ کارکوونکو خوندیتوب ته لومړیتوب ورکوي او د پاکستان له کرکټ بورډ سره په رابطه کې دی چې ټول اړین اقدامات وکړي او د لوبغاړو د امنیت ترڅنګ د کورونا وایرس جهاني وبا حالاتو ته په کتو هم پلان تیار کړي.

د ۲۰۱۹ز کال له سېپټېمبر راهیسې د سري لنکا، بنګلادېش او زېمبابوې لوبډلې پاکستان ته تللې دي.

سږکال په اکتوبر کې د زېمبابوې لوبډلې له پاکستان سره درې یو ورځنۍ او درې ۲۰ اوریزه سیالۍ وکړې چې دواړه لړۍ پاکستان وګټلې.

پاکستان د یو ورځنۍ سیالیو په لړۍ کې دوه او زېمبابوې یوه لوبه وګټله او په ۲۰ اوریزه سیالیو کې یې زېمبابوې ته په درې صفر ماتې ورکړه.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG