د لاسرسي ځای

تازه خبر

د امریکا بهرنیو چارو مرستیاله د پاکستان خارجه وزیر سره پر افغانستان غږېدلې


د امریکا د بهرنیو چارو مرستیاله وزیره وېنډي شېرمن. انځور - ارشیف
د امریکا د بهرنیو چارو مرستیاله وزیره وېنډي شېرمن. انځور - ارشیف

د امریکا د بهرنیو چارو مرستیاله وزیره وېنډي شېرمن په اسلام اباد کې د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر شاه محمود قریشي سره د افغانستان پر حالاتو او د سیمې پر امنیت غږېدلې.

نوموړې د اکتوبر پر اوومه ماخوستن پر داسې مهال اسلام اباد ته ورسېده چې د اګست په نیمايي کې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راهیسې د امریکا او پاکستان تعلقات ساړه شوي دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د اکتوبر پر اتمه په بیان کې د شېرمن له خولې ویلي چې د افغانستان د مسلې د سوله ییز حل په اړه د واشنګټن او اسلام اباد دریځ یو دی.

بیان وايي، قریشي په خپلو خبرو کې هیله وښوده چې طالبان به په"افغانستان کې د سولې او ثبات ترڅنګ د ټولو افغانانو د ښېګړې لپاره کار وکړي."

بیان زیاتوي چې شېرمن په خبرو کې په بلوچستان کې د اکتوبر پر اوومه په زلزله کې پر مرګ ژوبلې ژور خپګان وښود.

نوموړې تر پاکستان مخکې په ازبکستان او هند کې له چارواکو سره د افغانستان پر حالاتو او د سیمې پر امنیت خبرې وکړې.

د امریکا د بهرنیو چارو مرستیالې وزیرې د اکتوبر پر اوومه په هند کې د بهرنیو چارو له وزیر اېس جې شنکر سره تر لیدو وروسته خبري غونډې ته وویل، طالبان باید په افغانستان کې ټولشموله حکومت جوړ کړي او دا باوري کړي چې هېواد یې د ترهګرو په پټنځای بدل نه شي.

طالبانو د اګست په نیمايي کې د کابل تر نیولو درې اوونۍ وروسته خپله سرپرسته کابینه اعلان کړه چې پکې ټول لوړپوړي چارواکي د هغې ډلې مخکښه مشران دي. طالبان وايي، حکومت یې لنډمهاله دی.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG