د لاسرسي ځای

تازه خبر

د امریکا ولسمشرۍ انتخاباتو د رایو شمېر لا هم دوام لري


په نېواډا کې څارونکي د ووټونو شمېرلو بهیر ګوري - د ۲۰۲۰ز د نومبر پېنځمه.
په نېواډا کې څارونکي د ووټونو شمېرلو بهیر ګوري - د ۲۰۲۰ز د نومبر پېنځمه.

د امریکا په مهمو ایالتونو کې د ولسمشریزو انتخاباتو د ووټونو شمېرلو بهیر دوام لري او په داسې حال کې چې پخوانی مرستیال ولسمشر جوزف بایډن بریا ته نېږدې کېږي، اوسني ولسمشر ډانلډ ټرمپ د بېسارو او ناتایید شویو دعوو په کولو د هېواد جمهوري بهیر په نښه کړی دی.

له څلورو څخه په درو مهمو ایالتونو کې لا هم د ګټونکي نوماند اټکل نشي کېدای.

د نومبر پر شپږمه د ووټونو شمېرلو په مرکزونو کې نتیجې ښيي چې د دواړو نوماندانو ترمنځ سیالي خورا سخته شوې ده او امریکایان د انتخاباتو تر تېرېدو شاوخوا درې ورځې وروسته هم د واضحه نتیجو په انتظار دي.

دا د امریکا له ستړي کوونکو او زښتو رقابتي انتخاباتو څخه یو بلل کېږي.

په پېنسلوېنیا او جورجا کې بایډن ټرمپ ته د ورنېږدې کېدو په حال کې دی خو په نېواډا او اېرېزونا کې ورڅخه لږ څه مخکې دی.

په یو شمېر ایالتونو کې د ولسمشر ټرمپ او بایډن ترمنځ سیالي سخته شوې
په یو شمېر ایالتونو کې د ولسمشر ټرمپ او بایډن ترمنځ سیالي سخته شوې

په امریکا کې خلک په مستقیمه توګه ولسمشر نه ټاکي بلکې د انتخاباتي پلاوي (الېکټورل کالج) له لارې انتخابېږي.

د ولسمشرۍ څوکۍ ترلاسه کولو لپاره باید یو نوماند له ۵۳۸ انتخاباتي ووټونو څخه ۲۷۰ ترلاسه کړي.

که د ووټونو شمېر او نتیجو رجحان همداسې روان وي نو ښايي ولسمشر ټرمپ ته د بریا ترلاسه کول ګران شي.

په نیو یارک کې د امریکا غږ ډیوه راډیو خبریال جهانګیر خټک د نومبر شپږمې پر سهار وختي مشال راډیو ته وویل، په الاسکا کې ټرمپ له بایډنه خورا زیات مخکې دی خو په نورو ایالتونو کې د دواړو نوماندانو ترمنځ سیالي لا سخته شوې ده.

ټرمپ د نومبر پر پینځمه ناوخته په سپینه ماڼۍ کې خبري غونډې ته په وینا کې بې له ثبوت ورکولو تور پورې کړ چې ډېموکراټان "د انتخاباتو غلا کولو هڅه کوي."

نوموړی د خبریالانو د پوښتنو له ځواب ورکولو پرته ولاړ خو زیاته یې کړه چې "فکر کوي" چې "ګڼې مقدمې به درج" شي.

خټک وايي، د ولسمشر ټرمپ کیمپېن وار له مخه په یو شمېر ایالتونو کې مقدمې دایرې کړې دي.

د نومبر شپږمې تر سهار وختي پورې اټکلونه ښيي چې بایډن له ۵۳۸ څخه ۲۵۳ انتخاباتي رایې ګټلې دي او ولسمشر ټرمپ ۲۱۴ خپلې کړې دي.

خټک زیاتوي چې په مهمو ایالتونو کې د ډاک له لارې د اچولیو ووټونو شمېرلو بهیر روان دی چې له وجې یې د وروستیو او رسمي نتیجو په اړه لا هم څه نشي ویل کېدای.

د فېسبوک تبصرې

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG