د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغانستان په اړه د جي سېون ملکونو غونډه نن کيږي


انځور له ارشيفه
انځور له ارشيفه

ټاکل شوې چې د نړۍ د پرمختللي اقتصاد لرونکیو اوو هېوادونو ډله یا جي سېون د اګست پر ۲۴ مه بیړنۍ غونډه وکړي.

په دې غونډه کې به د طالبانو لخوا د افغانستان تر نیولو وروسته د انخلا او د دغه هېواد په اړه د تګلارو د همکارۍ په هکله بحث وکړي. دا غونډه چې په انلاین بڼه به ترسره شي د برتانوي وزیراعظم بوریس جانسن په بلنه دایریږي.

جانسن نن په یوه ټوېټ کې ویلي چې په دې غونډه کې به "د افغانستان ناورین ته زموږ ځواب همغږی کړو." هغه زیاته کړې چې په دې غونډه کې به له خپلو ملګرو او متحدینو وغواړي چې د افغانانو تر څنګ ودریږي، له کډوالو د ملاتړ او د بشري مرستو د برابرولو لپاره ګام پورته کړي.

له هغې راهیسې چې د اګست په ۱۵ مه طالبانو کابل ونیوه، امریکا او اتحادیانو یې د کابل له حامد کرزي نړيوال هوايي ډګر له لارې د خپلو وګړیو او د خطر سره مخامخو افغانانو د ویستلو لړې پيل کړې ده.

په جي سېون ډله کې امریکا، کېنېډا، برتانیا، ايټلي، فرانس، جرمني، او جاپان شامل دي چې نن به یې مشران له افغانستانه د خلکو د ویستلو لړۍ او د امریکايي ولسمشر جو بایډن لخوا له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو د ایستلو اخري نېټه د اګست له ۳۱ مې نه پس د ممکنه غځولو په اړه خبرې اترې کوي.

په دې غونډه کې به د غړیو هېوادونو مشران د انساني حقونو د تحفظ او د نړیوالو اړیکو په هکله د طالبانو رویی ته په کتو سره پر هغوی دبندیزونو یا د هغوی په رسمیت پیژندلو په هکله په یوه ګډه تګلاره بحث کوی.

اخوا رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې تمه کېږي برتانيه په جي اوه سرمشریزه کې پر طالبانو باندې په هغه صورت کې چې دا ډله بشري حقونه تر پښو لاندې کړي او یا له افغان خاورې ترهګرې ډلې کار واخلي د بندیزونو د لګولو وړاندیز وکړي.

دا سرمشریزه یوه ورځ وروسته تر هغه جوړیږي چې پر کابل د طالبانو له ولکې راهیسې تر ټولو زیات کسان پرون او وړمه شپه را ایستل شوي.

د امریکا دفاع وزارت د اګست په ۲۳مه وویل چې ۱۷ زره کسان یوازې په یوه شپه او ورځ کې وویستل شول چې پکې امریکایان، د دریمو هېوادونو وګړي او افغانان شامل دي.

د جي سېون مشران به د افغانستان او ګاونډي هېوادونو سره چې د ګڼ شمېر کډوالو د ورتګ تمه کېږي، د انساني مرستو په اړه هم خبرې اترې کوي.

په امریکا باندې هم فشارونه زیات دي چې له افغانستانه د عسکرو د ایستلو لپاره ټاکلې نېټه، د اګست یودېرشمه، وغځوي. خو طالبانو ويلي دا به ورسره ونه مني.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG