د افغانستان په سمنګان ولایت کې د ملي امنیت ریاست پر دفتر په وسله وال برید کې لږ تر لږه ۱۰ کسان وژل شوي او ۶۳ ژوبل دي.
د سمنګان والي عبداللطیف ابراهیمي مشال راډیو ته وویل، د جولای پر ۱۳مه تر غرمې مخکې شاوخوا ۱۱ بجې د دفتر په وره کې موټر بم چاودنه وشوه او وروسته وسله وال د ملي امنیت او ښاروالۍ دفترونو ته ورننوتل.
په مرکز اېبک کې د ملي امنیت ریاست له دفتر سره په څنګ کې د ښاروالۍ دفتر هم دی.
د والي ویاند صدیق عزیزي مشال راډیو ته وویل، د افغان ملي امنیتي سرتېرو او وسله والو ترمنځ پېنځه ساعته نښته مازیګر مهال پای ته ورسېده.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په استولي پیغام کې د برید ذمه واري منلې.
عزیزي وايي، په وژلیو کې د ملي امنیت یوه کارکوونکې هم شامله ده.
د ده په خبره، د ښځو او ماشومانو په ګډون ۶۳ کسان د سمنګان د مرکز اېبک روغتون ته رسول شوي دي.
د سمنګان ولایت مرکز ایبک یو له امن لرونکو ښارونو څخه دی چې پکې دا ډول پېښې کمې کېږي.
د فېسبوک تبصرې