د کورونا وایرس د خورېدو له کبله د خېبر پښتونخوا بازارونه تړلی او په دواخانو کې ماسکونه ختم شوي دي. د مردان روغتون يا ميډيکل کمپليکس کارکوونکو پخپله د ماسکونو په جوړولو شروع کړي چې دوی یې ناروغانو او ډاکټرانو ته ورکوي. په اړه یې د عظمت علي شاه ويډيو...
په کابل کې نن د هغو افغان سيکانو د سوځولو مراسم وشول چې پرون د مارچ په پنځه ویشتمه په يو بريد کې په کابل کې وژل شوي وو. نن په دې مهال د مراسمو د ځای سره نیزدي يوه چاودنه هم وشوه خو چاته یې زیان نه دی اړولی.
د کورونا وايرس له يو کس څخه بل ته ځي نو ښه خبره دا ده چې د خلکو ترمنځ فاصله وي. پر کور کښېيناستل او لاسونه ډېر ډېر په صاب وينځل مو له دې وايرسه ساتلی شي. تاسي خپلو ماشومانو ته دا ویډيو وښاياست او که پوښتنې لرئ، راسره شربکې یې کړئ.
د خېبر پښتونخوا د مردان په منګه کلي کې ۳۹ کسان په کورونا وایرس اخته شوي دي. په يو کلي کې په کورونا وایرس د دومره ډېرو خلکو اخته کېدو وجه څه ده؟ په اړه یې د خېبر پښتونخوا د صحت وزير تيمور جګړا خبرې واورئ.
په کابل کې د مارچ پر ۲۵مه نېټه پر یوه درمسال شوې حمله کې ۲۵ کسان وژل شوي او ۸ نور ټپیان دي. وژل شوي او زخميان ټول ولسي وګړي دي. د افغانستان د سیکانو د ټولنې استازي نریندر خالصه مشال راډیو ته وویل چې لږترلږه ۱۵۰ کسان د حملې په ځاي کې راګیر ول.
د پاکستان په سرښار اسلام اباد کې نيزدي ټول دکانونه د کورونا وایرس د خورېدو له وېرې بند دي. خلک وايي دوی ته دا قبوله ده خو چې له کورونا وایرسه بچ پاتې شي. احمدالله یې په اړه ويډيو راپور لري.
د خېبر پښتونخوا په سوات کې د کورونا وايرس کوم مریض نشته خو دلته د ځينو مشکوکو کسانو ټيسټونه د نتيجو معلومولو لپاره لېږل شوي دي. د مينګورې بازار بند کړل شوی دی او له خلکو غوښتل شوي چې له کوره بې ضرورته راونه وځي. د نياز احمد خان په ويډيو کې یې نور تفصیل شته.
په نړۍ کې د کورونا وایرس د ناروغانو شمېر په زیاتېدو دی او همدا راز له دې وایرسته د مړو شمېر هم ورځ په ورځ زیاتېږي خو تر اوسه د کورنا وایرس ویکسین نشته. ډاکټران وايي دا مهال خلک یوازې په احتیاطي تدابیرو ځانونه له دې وایرسه ژغورلی شي.
د کورونا پر وړاندې د بدن قوت څنګه زیات کړو؟ د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې د کورونا وایرس په زرګونو خلک ځپلي دي. ډاکتران وايي هغه خلک د دې وايرس سره د مقابلې ښه توان لري چې د بدن دفاعي نظام یې قوي وي. په دې اړه د ښه صحت لپاره د خوړو ماهر يا نيوټروشونیسټ مشتاق حسېن سره مرکه کړې ده.
په افغانستان کې له تېرو ۱۹ کلونو راهیسې هر کال یوې شپې له کلتوري او مدني فعالان په بامیانو کې د بودها مجسمو ته ورځي او غواړي چې د تاریخي او کلتوري اثارو احترام دې وشي. دغه مجسمې د ۲۰۰۱م کال په مارچ کې طالبانو تباه کړې وې.
په خېبر پښتونخوا کې د نورو ښارونو په څېر د بنو بازار هم د کورونا وایرس د خطر کمولو لپاره بند شوی دی. خو دلته بيا هم خلک ګرځي راګرځي. دوی ولې د حکومت لارښوونې نه عملي کوي؟ عمردراز وزیر مو پرې خبروي.
تر هغې وروسته چې امريکې وویل پر افغانستان يو ارب ډالر مرسته کموي، افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي د خپل سیاسي سيال ډاکټر عبدالله سره یې د روغې جوړې کوښښوکړ خو هغه په يوه شپه کې د اساسي قانون بدلون غوښت.
نور پورته کړئ
زه مشال راډیو ته اجازه ورکوم چې ما ته زما پر تبصرې د غبرګون یا ځواب راستولو لپاره زما برېښلیک پته وکاوري
لېږل