د صوابۍ سره تړاو لرونکې دغه پېغله په حیات اباد میډیکل کمپلېکس کې کار کوي. نوموړې په دې وروستیو کې یو ناول لیکلی چې په ارمي پبلک سکول د شوې حملې پس منظر کې لیکل شوی دی. دغه لیکواله وايي، له بریده وروسته پر اغېزمنو شویو کورنیو چې څه تېر شوي، هغه دې پخپلو سترګو لیدلي او دا ناول یې لیکلی دی.
د افغانستان نومیالۍ سندرغاړې اریانا سعید وايي، په وروستیو کې یې په کابل کې کنسرټ ورکړی ځکه چې موسیقي د افغان کلتور مهمه برخه ده.
د نيو زيلېنډ وزيراعظمه نن د اتوار په ورځ په ويلېينګټن کې يو جومات ته تللې وه او هلته یې د مسلمانانو سره غمرازي وکړه. د جمعې په ورځ په نيوزيلېنډ کې پر دوو جوماتونو شوو ډزو کې ۵۰ کسان وژل شوي وو
د نيو زيلېنډ وزيراعظمه وايي، ټول هېواد له مسلمانانو په غم شريک کې دی. بلخوا د جمعې ورځې مشکوک بريدګر عدالت ته وړاندې کړل شو. اخوا په ټول هېواد کې خلکو د پېښې قربانيانو ته د عقيدت پېرزوينې وړاندې کړې.
په هند کې هندوان خپل مذهبي مېله هولي لمانځي. د هند په شمالي ښارګوټې بارسانه کې د هولي مراسم پېل شول.
د مارچ پر ۱۵مه د پېښور باچا خان مرکز کې د پښتو ژبې نومیالی شاعر او انځورګر غني خان ۲۳ تلین ولمانځل شو چې پکې د عوامي نېشنل ګوند د مشرانو په ګډون د صوبې له بېلا بېلو سیمو لیکوالانو، شاعرانو او ادیبانو ورغلي ول
د نیو زیلېنډ رسنۍ وايي، د ډزو پېښه د مارچ پر ۱۵مه له النور جمات سره نېږدې شوې. په پيښه کې ۴۰ کسان وژل شوي دي. د رويټرز ويډيو ګل اياز وړاندي کوي
د مارچ پر ۱۴مه، په اسلام اباد کې د افغانستان د سولې پر خبرو یو ورځنۍ غونډه وشوه. د غونډې ځېنو ګډونوالو مشال راډیو ته وویل، د امریکا او طالبانو خبرې ښايي مثبتې نتیجې ولري. د افغانستان د ملي جبهې مشر انوار الحق احدي وايي، دی هیله من دی
د خیبر پښتونخوا د سوات په بريکوټ کې د ارمان لوڼي څلويښتۍ په اړه غونډه شوه چې پکې د سیمې مشرانو له حکومته د ارمان لوڼي د وژنې مقدمې درجولو او پښتنو ته د خپلو حقونو ورکولو غوښتنه وکړه. په اړه یې ویډیويي رپورټ وګورئ.
د افغانستان په فاریاب ولایت کې په یوه پارک کې ښځو په برقعو کې ورزش کړی دی. د سیمې چارواکي وايي، د ښځو د ورزش لپاره ځانګړی ځای نه لري. د ولایت ځېنې اوسېدونکي وايي، د ښځو دا کار د کلتور ضد دی. ویډیو وګورئ.
د مارچ پر ۱۳مه، د پاکستان په بېلا بېلو ښارونو کې د محمد ابراهیم ارمان لوڼي څلوېښتمې مراسمو غونډې او لاریونونه وشول. ګڼ خلک سهار وختي په کلا سیف الله کې د نوموړي قبر ته ورغلل
د خیبر جمرود پرېس کلب مخې ته د پښتون ژغورنې غورځنګ پلویان د خپلو دوو مخکښو ثنا اعجاز او ډاکټر سید عالم مسود په مشرۍ راټول شوي ول او وروسته د خیبر دروازې ته ولاړ او هلته یې د خپل کاروان د وژل شويمبارز د ارمان لوڼي د څلوېښتمې په مناسبت ویناګانې وکړې. د ډیوه راډيو ویډيو
نور پورته کړئ
زه مشال راډیو ته اجازه ورکوم چې ما ته زما پر تبصرې د غبرګون یا ځواب راستولو لپاره زما برېښلیک پته وکاوري
لېږل