د لاسرسي ځای

تازه خبر

پښتون ژغورنې غورځنګ وایي که د منظور پشتین قضیه ځنډېږي نو مظاهرې پیلوي


د منظور پشتین د نیولو ضد مظاهرچیانو د هغه انځور نیولی دی ـ د ډېسېمبر پینځمې انځور.
د منظور پشتین د نیولو ضد مظاهرچیانو د هغه انځور نیولی دی ـ د ډېسېمبر پینځمې انځور.

د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) مخکښان وايي، که عدلیه یې د مشر منظور پشتین د قضیې اورېدنې ځنډولو ته دوام ورکړي، مظاهرې به پيل کړي.

د غورځنګ يو مخکښ ادریس پشتين مشال راډيو ته وويل چې د ډېسېمبر پر ۲۳مه به په اسلام اباد کې د ترهګرۍ ضد يو عدالت د پشتين د قضیې اورېدنه کوله خو د جج ابوالحسنات محمد ذوالقرنین د نه موجودیت له امله وځنډېده.

هغه د ډېسېمبر پر ۲۴مه مشال راډيو ته وويل چې پخوا یې هم د مشرانو په زندان کې ساتلو لپاره داسې طریقې کارېدلې او که دوام وکړي نو دوی به په اسلام اباد کې پرلت ووهي.

ادریس پشتين پر اېکس پاڼه د قاضي ذوالقرنین د عدالت د بندې دروازې تصویرونه هم خپاره کړي دي.

تر دې وړاندې د ډېسېمبر پر ۱۸مه د پشتین د کېس اورېدنه وه، خو پر هغه ورځ هم قاضي په عدالت کې نه وو بلکې د تحریک انصاف د بنسټګر او پخواني وزیراعظم عمران خان او د بهرنیو چارو پخواني وزیر شاه محمود قریشي پرضد د دولتي رازونو د افشا کولو قضیې اورېدنې لپاره د اډیالې زندان ته ولاړ.

ذوالقرنین د خان او قریشي پرضد د مقدمې لپاره د ځانګړي عدالت قاضي دنده هم پر مخ وړي.

پر هغه ورځ د ترهګرۍ ضد عدالت د پشتین د قضیې اورېدنه د ډېسېمبر تر ۲۵مې ځنډولې وه خو پر هغه نېټه په پاکستان کې د رخصتۍ (چوټۍ) له امله یې وروسته د اورېدنې نېټه ۲۳مې ته بدله کړه.

دا په داسې حال کې ده چې پشتین د ډېسېمبر له ۱۴مې راهیسې د دوو اوونیو لپاره په عدالتي تحویل (جوډیشل رېمانډ) کې د راولپېنډۍ په اډیالې زندان کې دی او ورڅخه پلټنې روانې دي.

د بلوچستان پوليسو منظور پشتين د ډېسېمبر پر څلورمه په چمن ښار کې هغه مهال ونیو چې کله هغه احتجاجي ناستې ته تر وینا وروسته په تربت کې د بلوڅانو په احتجاجي پرلت کې د ګډون لپاره روان وو.

د چمن ډېپټي کمېشنر راجا اطهر عباس مشال راډیو ته ويلي ول چې د منظور پشتین خلاف مقدمه ځکه درج شوې ده چې ساتونکو یې پر پوليسو ډزې کړې دي او يو پوليس يې په موټر وهلی دی.

خو د پښتون ژغورنې غورځنګ دا دا تور ردوي او وایي چې ډزې د منظور پشتین پر موټر شوې دي.

د غورځنګ غړو او پلویانو د د منظور پشتين د نيول کېدو پر ضد د ډېسېمبر پر پینځمه د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې احتجاجونه کړي ول خو په ځینو ځایونو کې پر غونډو د بندیز له وجې احتجاج ته پرې نه ښوول شول او ځينې يې پوليسو ونيول.

د پاکستان د بشري حقونو کمېشن د ډېسېمبر پر پينځمه پر حکومت غږ وکړ چې د غورځنګ د مشرانو پر ضد دې ریاست دا ډول چلند ودروي.

پشتين تر دې مخکې هم څو ځلې نیول شوی دی. پاکستانيو پولیسو پر هغه تور پورې کړی چې نوموړی او غورځنګ یې د ریاست پر ضد د خلکو پارولو کوښښ کوي او امنيتي ځواکونه بدناموي، خو نوموړي دا تورونه رد کړي دي.

پشتين دريځ لري چې د پاکستان د امنيتي ځواکونو تګلارې د ترهګرۍ د ختمولو لپاره ګټورې نه دي نو ځکه پرې نيوکې کوي. پي ټي اېم داراز وايي چې هغوی د پاکستان د ايين په چوکاټ کې دننه د پښتنو د حقونو لپاره مبارزه کوي.

XS
SM
MD
LG