د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلوچستان کې د پولیو ۵ ورځنی واکسیني کیمپېن پیل شوی دی


په کوټه کې روغتیايي کارکوونکې یوې ماشومې ته د پولیو ضد څاڅکي ورکوي ـ پخوانی انځور.
په کوټه کې روغتیايي کارکوونکې یوې ماشومې ته د پولیو ضد څاڅکي ورکوي ـ پخوانی انځور.

د مارچ پر ۲۵مه په بلوچستان کې د پولیو پر وړاندې پینځه ورځنی واکسیني کیمپېن پیل شوی دی.

د صوبې د بیړنیو روغتيايي خدماتو مرکز د مارچ پر ۲۴مه په يوه خبرپاڼه کې ويلي دي چې کیمپېن په چمن، ډېره بګټي، لسبېله، حب، سېوۍ (سبي)، کېچ، نصیر اباد، صحبت پور او خضدار کې تر کلکو امنيتي تدابیرو لاندې کېږي.

په بیان کې راغلي دي چې هدف یې تر پینځو کلونو پورې عمر لرونکي څه کم يو مېليونه ماشومان واکسینول دي.

په پاکستان کې په روان ۲۰۲۴ کال کې تر اوسه د ګوزڼ دوه پېښې ثبت شوې دي او دواړه ناروغان د بلوچستان دي.

په پاکستان کې د پولیو ختمولو مرکزي ادارې د مارچ پر ۲۴مه د بلوچستان د کیمپېن تر څنګ په سيند او پنجاب کې هم د ماشومانو د واکسينولو خبر ورکړی دی.

ادارې پر فېسبوک په بیان کې د ماشومانو پر مور او پلار غږ کړی دی چې له روغتيايي ډلو سره د همکارۍ په کولو خپل ماشومان هرومرو واکسين کړي.

د روانې مارچ مياشتې په لومړۍ اوونۍ کې په خیبر پښتونخوا کې هم د پولیو ضد واکسينو کیمپېن شوی وو.

د پاکستان چارواکو د ۲۰۲۳ز کال د ډېسېمبر په پای کې د خيبر پښتونخوا د پېښور، د بلوچستان د چمن او د سيند د کراچۍ د کیماړۍ او حیدراباد په ناولیو یا ناپاکه اوبو کې د ګوزڼ د وایرس نمونو موندلو خبر ورکړی وو.

روغتیاپالان وايي چې پوليو يوه وايرسي ناروغي ده چې درملنه نه ‌لري او يوازې واکسين کولاى شي چې ماشومان ورڅخه وژغوري.

پاکستان او افغانستان د نړۍ یوازیني هېوادونه دي چې پکې لا هم د پولیو وایرس موجود دی.

په پاکستان کې تېر کال د ګوزڼ شپږ پېښې ثبت شوې وې چې ورڅخه یې څلور ماشومان د خیبر پښتونخوا او دوه د سیند اوسېدونکي ول.

په افغانستان کې هم تېر کال شپږ ماشومان ګوزڼ وهلي ول چې ټول یې د ننګرهار ولایت ول.

XS
SM
MD
LG