د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان هوايي شرکت له مالي بحران سره مخامخ شوی دی


په کابل کې یوشمېر مساپر پاکستان ته د تګ لپاره د پي ای اې الوتکې ته خېژي - پخوانی انځور.
په کابل کې یوشمېر مساپر پاکستان ته د تګ لپاره د پي ای اې الوتکې ته خېژي - پخوانی انځور.

د پاکستان هوايي شرکت (پاکستان انټرنیشنل اېیرلاینز یا پي ای اې) د کارکوونکو ټولنه وايي چې د "سیاسي مداخلې" له کبله له مالي بحران سره مخامخ دی.

دا په داسې حال کې ده چې هغه شرکت د اکتوبر پر ۱۷مه د تېلو کمښت له کبله یوشمېر پروازونه لغوه کړل.

د پي ای اې د کارکوونکو د ټولنې مشر هدایت الله خان د اکتوبر پر ۱۸مه مشال راډیو ته وویل چې حکومت ورته پیسې نه ورکوي چې له کبله یې پر وخت کارکوونکي تنخاګانې هم نه شي ترلاسه کولای.

د پاکستان رسنیو د اکتوبر پر ۱۷مه ویلي ول چې د تېلو کمښت له کبله پر هغه ورځ ۴۸ کورني او بهرني پروازونه لغوه شول، خو هدایت الله خان وايي چې پر هغه ورځ ۳۶ پروازونه منسوخ شوي ول.

دی وايي چې پي ای اې خپله هم د پروازونو او د سامانونو لېږد د کمښت له وجې زیاتې پیسې نه شي ګټلای.

د هدایت الله خان په وینا، پر وخت د پي ای اې د الوتکو مرمت نه کېدو له کبله هم د پروازونو شمېر کم دی.

د پي ای اې د الوتکو د عملې مشر نصر الله اپرېدي مشال راډیو ته وویل چې د شرکت د اوسنیو ستونزو لامل دا دی چې حکومت یې په خپلواکه توګه کار ته نه پرېږدي.

د پاکستان لنډمهالي حکومت لا د پي ای اې د کارکوونکو د ټولنو د مشرانو څرګندونو په غبرګون کې څه نه دي ویلي خو د هغه شرکت ویاند عبدالله حفیظ وايي چې د پاکستان د تېلو کمپنۍ (پاکستان سټېټ ایل) ورته نور په پور د تېلو له ورکړې انکار کړی دی چې د پروازونو د ځنډېدو او لغوه کېدو لامل کېږي.

نوموړی وايي چې د اکتوبر پر ۱۷مه ټول ۱۳ پروازونه منسوخ شوي ول، او پاتې ۶۱ پروازونه شوي ول.

د ده په وینا، هره ورځ د تېلو شرکت ته ۱۰۰ مېلیونه روپۍ ورکوي خو هغوی ورته ویلي دي چې اوس به یوازې په نغدو پیسو تېل ورکوي.

حفیظ زیاتوي چې د هغه دولتي شرکت د شخصي کولو په اړه هم خبرې روانې دي خو په دې اړه لا پرېکړه نه ده شوې.

په همدې حال کې د پاکستان د انګرېزۍ ژبې ورځپاڼېاېکسپرېس ټرېبیون ویلي دي چې لنډمهالی حکومت د پي ای اې د ستونزو د هواري هڅې کوي.

ورځپاڼې د اکتوبر پر ۱۷مه د مالیې او د شخصي شرکتونو او د کمپنیو د شخصي کولو چارو د وزیرانو له خولې ویلي دي چې اسلام اباد به د پي ای اې د چارو درېدو مخه نیسي او په دې لړ کې د هغه شرکت له انتظامیې سره خبرو ته دوام ورکوي.

د پاکستان هوايي شرکت له تېرو یوشمېر کلونو راهیسې د مالي مشکلاتو ښکار دی. د هغه هېواد د هوايي چلند او اورګاډو چارو پخواني وزیر خواجه سعد رفیق په اپرېل کې قامي اسمبلۍ ته ویلي ول چې پي ای اې د اربونو روپیو پوروړې ده او د روان کال په لومړیو څلورو میاشتو کې یې د ۸۸ اربه روپیو تاوان کړی دی.

داراز، د پاکستان ملي هوايي‌ کمپنۍ له کلونو راهیسې له یوشمېر نورو ستونزو سره هم مخامخ ده.

د ۲۰۱۷ز کال په مې میاشت کې له اسلام اباده لندن ته په تللو دوو الوتکو کې هېروین (پوډر) موندل شوي ول.

په ۲۰۲۰ز کال کې چې پاکستان د خپلو یوشمېر پیلوټانو لايسنسونه (اجازتنامې) جعلي وبلل نو یوشمېر هېوادونو یې پر پروازونو بندیزونه ولګول.

هغه مهال د پاکستان د هوایي چلند پخواني وفاقي وزیرغلام سرور خان قامي اسمبلۍ ته ویلي ول چې د پي ای اې په ګډون د هغه هېواد د یوشمېر شخصي هوايي کمپنیو شاوخوا ۸۶۰ پیلوټان جعلي بریلیکونه او اجازتنامې لري.

د پاکستان چارواکو په تېرو وختونو کې په بیا بیا ویلي چې د پي ای اې د مالي او نورو ستونزو مهم لاملونه د زیاتو کارکوونکو ساتل او یوشمېر هېوادونو ته یې پر پروازونو بندیزونه دي.

XS
SM
MD
LG