د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان حکومت وايي اېکس شبکې یې اندېښنې ځواب نه کړې نو ځکه یې ورباندې بندیز ولګاوه


په پاکستان کې خلک د سیاسي بحثونو لپاره اېکس شبکه زیاته کاروي - پخوانی انځور.
په پاکستان کې خلک د سیاسي بحثونو لپاره اېکس شبکه زیاته کاروي - پخوانی انځور.

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت ویلي دي چې اېکس، چې پخوا ټوېټر بلل کېده، شبکه یې د امنیتي اندېښنو په ځوابولو کې پاتې راغله نو ځکه یې ورباندې بنديز ولګاوه.

ډان ورځپاڼې او جیو نیوز ټېلېوېژن ویلي دي چې د کورنیو چارو سېکرټر خرم اغا د اپرېل پر ۱۷مه اسلام اباد های کورټ ته د خپل وزارت له لوري په ورکړي رپورټ کې ویلي دي چې دا اقدام یې تر هغې وروسته وکړ چې اېکس د هغې شبکې د ناسمې کارونې په برخه کې د اسلام اباد د "قانوني هدایتونو یا امرونو" په عملي کولو کې پاتې راغی.

وزارت پر اېکس د محدودیتونو پرضد د دراخوست اورېدنې پر مهال په رپورټ کې د چا نوم نه دی اخیستی خو ویلي یې دي چې ځینو "ورانکارو اېکس شبکه د امن و امان زیانمنولو او بې ثباتۍ لپاره" کاروله.

په رپورټ کې راغلي چې د استخباراتي او امنیتي ادارو د پټو رپورټونو پر اساس یې د اېکس د بندولو پرېکړه وکړه.

وزارت البته ویلي دي چې پر شبکې د محدودیتونو موخه د بیان پر ازادۍ یا معلوماتو ته پر لاسرسي بندیز لګول نه دي.

د اېکس شبکې د حکومتي چارو څانګې د اپرېل پر ۱۷مه ماخوستن مهال په بیان کې ویلي دي چې د پاکستاني حکومت پر اندېښنو د پوهېدو لپاره یې ورسره کار ته دوام ورکړی دی.

اېکس او د هغې مشر اېلان مسک اکثر ټینګار کوي چې د بیان بشپړې ازادۍ ته ژمن دي او ورباندې هېڅ محدودیت نه شي زغملای.

دا په داسې حال کې ده چې په پاکستان کې اېکس شبکه د فبرورۍ له ۱۷مې بنده ده او د بخښنې نړیوال سازمان (ایمنسټي انټرنیشنل) په ګډون د بشري حقونو لسګونو سازمانونو او ټولنو له اسلام اباده غوښتي دي چې هغه ټولنیزه شبکه دې ژر بحاله کړي.

د بخښنې نړیوال سازمان د مارچ پر ۱۶مه په یوه بیان کې ويلي ول چې د اسلام اباد هغه اقدام "د بیان د ازادۍ او معلوماتو ته د لاسرسي اساسي حقونه تر پښو لاندې کوي."

تر هغې مخکې د خبریالانو د خوندیتوب کمېټۍ (کمېټي ټو پروټېکټ جرنلېسټس یا سي پي جې) او په پاکستان کې د خبريالانو او بشري حقونو سازمانونو د هغه هېواد په یوشمېر برخو کې ټولنیزې شبکې اېکس ته د خلکو د لاسرسي پر محدودولو اندېښنه څرګنده کړې وه.

اسلام اباد های کورټ د مارچ پر ۱۳مه د مخابراتي چارو د ادارې (پاکستان ټېلېکمیونیکېشن اتارټي یا پي ټي اې) استازي احضار کړي ول.

د پي ټي اې استازو هغه مهال عدالت ته وويل چې ورته دې د ځواب لپاره نور وخت ورکړي.

له اسلام اباد های کورټ پرته نورو عدالتونو هم پر اېکس د محدودیتونو پرضد د درخواستونو اورېدنې کړې دي.

پېښور های کورټ د مارچ پر ۲۲مه وفاقي حکومت او پي ټي اې ته د سپیناوي ورکولو امر وکړ.

تر هغه وړاندې، د مارچ پر پينځمه د پي ټي اې وکيل د يوې اورېدنې پر مهال سيند های کورټ ته وويل چې د کورنيو چارو وزارت او نورو امنيتي ادارو پر سپارښتنه يې د امنيتي وجوهاتو له کبله د انټرنېټ خدمات ځنډولي ول.

د نېټ بلاکس په نوم یوې ادارې، چې پر نړيواله سطحه انټرنېټي چارې څاري، د فبرورۍ پر ۲۱مه په یو بیان کې وویل چې په پاکستان کې د فبرورۍ له ۱۷مې راهیسې اېکس تړل شوی دی. هغې ادارې د فبرورۍ پر ۱۷مه هم ویلي ول چې په پاکستان کې اېکس ته د خلکو لاسرسی محدود شوی دی.

په پاکستان کې ګڼ خلک پر سیاسي او نورو موضوعاتو د بحث او د خبرونو خپرولو لپاره اېکس کاروي.

په پاکستان کې د فبرورۍ پر اتمه ټولټاکنې وشوې. پر هغه ورځ حکومت د هغه هېواد په ګڼو برخو کې د موبایل ټېلېفون او انټرنېټي خدمات ځنډولي ول. هغه وخت د کورنیو چارو وزارت ویلي ول چې دا کار یې د امنیت ټینګښت لپاره کړی وو.

XS
SM
MD
LG