د لاسرسي ځای

تازه خبر

چارواکو په پښین کې د ۲ مشکوکو وسلوالو د وژنې دعوه کړې ده


د پښین انتظامیه وايي چې عملیات د سنځلي په غرونو کې شوي دي.
د پښین انتظامیه وايي چې عملیات د سنځلي په غرونو کې شوي دي.

چارواکو د بلوچستان په پښتون مېشته سیمه پښین کې د عملیاتو پر مهال د دوو مشکوکو وسلوالو د وژنې دعوه کړې ده.

د پښین انتظامي مشر (ډېپټي کمېشنر) جمعه داد مندوخېل د اپرېل پر ۲۲مه د مشال راډیو په ګډون رسنیو ته په استولي بیان کې ویلي دي چې امنیتي سرتېرو د اپرېل پر ۲۱مه د پښین او کلا عبدالله ترمینځ د سنځلي (سنزلي) په غرونو کې عملیات وکړل چې پر مهال یې په نښته کې څلور مشکوک وسلوال ژوبل شوي هم دي.

بیان وايي چې هغه وسلوال په پښین کې د لېویز ځواک درسالدار حمید الله په وژنه کې ککړ ول.

په بیان کې راغلي چې په سیمه کې د نورو مشکوکو وسلوالو لټون روان دی نو ځکه دې خلک هغو غرونو ته نه ورځي.

د پښین چارواکي وايي چې وژل شوي وسلوال د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) غړي ول خو هغې وسلوالې ډلې لا په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې د مارچ پر ۲۷مه د پښین په منزرۍ کلي کې په یوه نښته کې د لېویز ځواک رسالدار حمید الله وژل شوی وو او درې سرتېري ژوبل شوي ول.

هغه مهال د منزرۍ کلي اوسېدونکو مشال راډیو ته وویل چې د لېویز ځواک سرتېري هلته د یو مطلوب کس په نیولو پسې ورغلي ول چې هغه او ملګرو یې ورباندې ډزې وکړې او مرګژوبله یې واړوله.

د پښین انتظامیې پر هغه ورځ په بیان کې ویلي ول چې د سرتېرو په ځوابي ډزو کې یو وسلوال ژوبل شو او نور د قلعه عبدالله پر لوري وتښتېدل.

پر سرتېرو د حملې ذمه واري چا نه وه منلې.

په بلوچستان کې بلوڅ بېلتونپالې وسلوالې ډلې، ټي ټي پي او د اسلامي دولت (داعش) خراسان څانګې په ګډون یوشمېر نورې وسلوالې ډلې فعاله دي چې وخت پر وخت پر امنیتي سرتېرو او حکومتي کارکوونکو حملې کوي.

XS
SM
MD
LG