د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خیبر پښتونخوا کې بارانونو نوره مرګژوبله اړولې ده


په پېښور کې تر باران وروسته په سړک اوبه ولاړې دي ـ پخوانی انځور.
په پېښور کې تر باران وروسته په سړک اوبه ولاړې دي ـ پخوانی انځور.

په خيبر پښتونخوا کې بارانونو او سېلابونو په تېر يو شواروز کې ۱۰ کسان وژلي او ۱۲ نور یې ژوبل دي.

د ریسکيو ۱۱۲۲ د اپرېل پر ۱۵مه، په بیان کې ویلي دي چې په ټانک کې سېلابي اوبو یو ګاډی وړی دی چې پکې ناست دوه کسان وژل شوي دي.

د قدرتي افتونو پر وخت د انتظام صوبايي‌ ادارې ویلي دي چې په پېښور، بر او کوز چترال، سوات، دير، ملاکنډ، او باجوړ کې بارانونو او سېلاب اته نور کسان وژلي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د اپرېل له ۱۱ او ۱۲مې راهیسې په بلوچستان، خیبر پښتونخوا او پنجاب کې د سختو بارانونو پر مهال د تندرونو پرېوتو، کمرونو او کورونو نړېدو او په نورو پېښو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون لږترلږه ۲۷ تنه وژل شوي او تر ۱۵ زیات ژوبل دي.

له دې پرته د خیبر پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان، کواټ، مومندو او ملاکنډ ډېوېژن او د پنجاب په جنوبي برخو کې سخت ورښتونه شوي دي.

هلته په سوات کې د تېرو څلورو ورځو راهیسې د بارانونو لړۍ روانه ده او د سیمې حکومت خلکو د احتیاط کولو په اړه ویلي دي او په سوات، دیر او چترال کې یې زیاتره تعلیمي ادارې تړلي دي.

د بارانونو له کبله په ځینې ځایونو کې کمرونه نړیدلي دي او سړکونه یې بند کړي دي.

دا راز د سوات، دیر او چترال په سیندونو او خوړونو کې اوبه زیاتې شوي دي او سېلابي بڼه یې خپله کړې ده. د سیمې خلک وایي، مسلسل او تېزو بارانونو د برېښنا نظام هم اغېزمن کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې د فبرورۍ له پایه د مارچ تر پیله او بیا د مارچ په پای کې د ورښتونو پر مهال په پېښو او سېلابونو کې لسګونه کسانو ته مرګژوبله اوښتې وه.

په پېښور کې د طبیعي ناورینونو پر وړاندې د مبارزې صوبايي ادارې (پي ډي اېم اې) د مارچ په پیل کې ویلي ول چې د ورښتونو او سېلابونو له وجې تر ۶۰۰ زیاتې ودانۍ زیانمنې شوې وې او د کمرونو نړېدو له وجې په ځینو غرییزو سیمو کې سړکونه تړل شوي ول.

پي ډي اېم اې زیاته کړې وه چې ورښتونو زيات زيانونه په ملاکنډ، باجوړ، خيبر، سوات، کوز دير او بر دير، شانګله، بټګرام او ډېره اسماعيل خان کې اړولي ول.

XS
SM
MD
LG