د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بلوچستان ډېره بګټي کې په ۱۳ کلونو کې د پولیو لومړۍ پېښه ثبت شوې ده


په بلوچستان کې یو روغتیايي کارکوونکی یو ماشوم ته د پولیو واکسیني څاڅکي ورکوي ـ پخوانی انځور.
په بلوچستان کې یو روغتیايي کارکوونکی یو ماشوم ته د پولیو واکسیني څاڅکي ورکوي ـ پخوانی انځور.

چارواکي وایي، د بلوچستان په ډېره بګټي کې یو ماشوم ګوزڼ وهلی دی.

د پاکستان د روغتیايي چارو د ملي مرکز سیمه ییزې لېبارټرۍ د مارچ پر ۱۴مه په یو بیان کې وویل چې پولیو هغه دوه نیم کلن ماشوم معذوره کړی دی.

ډېره بګټي د بلوچستان له مرکز کوټې څخه شاوخوا ۳۶۰ کېلومیټره لیرې جنوب ختیز لوري ته پروت ښار دی.

دا په ۲۰۲۴ز کې په پاکستان کې د پولیو لومړۍ او په ډېره بګټي کې په شاوخوا ۱۳ کلونو کې لومړۍ پېښه ده.

دا په داسې حال کې ده چې د فبرورۍ په وروستۍ اوونۍ کې د پاکستان په بلوچستان، سیند او خیبر پښتونخوا کې او د افغانستان په ۲۱ ولایتونو کې د پولیو واکسیني کیمپېن پیل شو چې د مارچ تر پیله روان وو.

په پاکستان کې د پولیو د ختمولو بیړنیو عملیاتي چارو مرکز چارواکي ډاکتر شهزاد بېګ ویلي دي چې په ډېره بګټي کې د وایرس موندل کېدو لامل معلوموي. دی وايي، په هغه ښار کې وار له مخه د وایرس دوه مثبتې نمونې موندل شوې دي.

د پاکستان چارواکو د ۲۰۲۳ز کال د ډېسېمبر په پای کې د خيبر پښتونخوا د پېښور، د بلوچستان د چمن او د سيند د کراچۍ د کیماړۍ او حیدراباد په ناولیو یا ناپاکه اوبو کې د ګوزڼ د وایرس نمونو موندلو خبر ورکړی وو.

روغتیاپالان وايي چې پوليو يوه وايرسي ناروغي ده چې درملنه نه ‌لري او يوازې واکسين کولاى شي چې ماشومان ورڅخه وژغوري.

پاکستان او افغانستان د نړۍ یوازیني هېوادونه دي چې پکې لا هم د پولیو وایرس موجود دی.

په پاکستان کې تېر کال د ګوزڼ شپږ پېښې ثبت شوې وې چې ورڅخه یې څلور ماشومان د خیبر پښتونخوا او دوه د سیند اوسېدونکي ول.

په افغانستان کې هم تېر کال شپږ ماشومان ګوزڼ وهلي ول چې ټول یې د ننګرهار ولایت ول.

  • انځور سایز

    ایوب ترین

    ایوب ترین په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو ترڅنګ د هغې صوبې پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG