د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سېنېټ انتخاباتو لپاره د نوماندانو د اسنادو ارزونه پای ته رسېدلې ده


په اسلام اباد کې چارواکي او خبریالان د پارلېمان ودانۍ مخې ته ورجمع شوي دي - پخوانی انځور.
په اسلام اباد کې چارواکي او خبریالان د پارلېمان ودانۍ مخې ته ورجمع شوي دي - پخوانی انځور.

د پاکستان د سېنېټ پر ۴۸ خالي څوکيو د انتخاباتو لپاره د نوماندۍ د اسنادو ارزولو عمل د مارچ پر ۱۹مه پای ته رسېدلی دی.

د پاکستان انتخاباتي کمېشن ويلي چې د نوماندانو ارزول شوی نوملړ تر دويمې کتنې وروسته د مارچ پر ۲۶مه خپروي او نوماندان د مارچ تر ۲۷مې د نومليکنې خپل کاغذونه بېرته اخيستلای شي.

کمېشن وايي چې د مارچ د ۱۶مې تر وروستۍ نېټې پورې ورسره ۱۴۵ کسانو د نوماندۍ اسناد جمع کړي ول.

په پاکستان کې هر درې کاله وروسته د سېنېټ انتخابات کېږي او استازي يې د شپږو کلونو لپاره ټاکل کېږي.

د سېنېټ نیمايي یعنې ۴۸ څوکۍ د مارچ پر ۱۱مه د استازو د شپږ کلنې دندې تر پوره کېدو وروسته خالي شوې دي.

ټاکل شوې چې د هغو څوکیو ډکولو لپاره د اپرېل پر دویمه نېټه په قامي او ټولو صوبو اسمبلیو کې انتخابات وشي. په پاکستان کې هر درې کاله وروسته د سېنېټ انتخابات کېږي.

ټاکل شوې چې د هغو څوکیو ډکولو لپاره د اپرېل پر دویمه نېټه په قامي او ټولو صوبايي اسمبلیو کې انتخابات وشي.

له ۲۰۲۴ز کال څخه د پاکستان سېنېټ ټول ۹۶ غړي لري چې ورڅخه یې هره صوبه ۱۴ عمومي څوکۍ او نهه ځانګړې څوکۍ لري. د ایین له مخې، هره صوبه د څلورو پوهانو یا د خپلو څانګو متخصصانو، چې ټېکنوکراټان بلل کېږي، او دیني عالمانو، څلور د ښځو او یو مذهبي لږکي څوکۍ لري. له دې پرته وفاقي پلازمېنه اسلام اباد دوه عمومي او یو د ټېکنوکراټ او یو د ښځو ځانګړې څوکۍ لري.

پخوا قبایلي سیمو هم په سېنېټ کې څوکۍ لرلې خو په ۲۰۱۸ز کال کې چې هغه ضلعې په خیبر پښتونخوا ورګډې شوې نو په تدریجي ډول یې څوکۍ کمې او له ۲۰۲۴ز کال څخه په بشپړ ډول ختمې شوې.

ټاکل شوې چې د اپرېل پر دویمه په اسلام اباد کې د قامي اسمبلۍ غړي د سېنېټ د يوې عمومي څوکۍ تر څنګ د پوهانو يا ټېکنوکراټانو او علماوو پر يوې څوکۍ د سېنېټ غړي وټاکي.

بلخوا د څلورو صوبايي اسمبليو غړي به له هرې صوبې د اووه، اووه عمومي څوکيو تر څنګ، د ټېکنوکراټانو او علماوو پر دوو، دوو څوکيو او همدا ډول د ښځو پر دوو، دوو څوکيو د سېنېټ غړي انتخابوي.

داراز، دا ځل د پنجاب او سيند اسمبليو غړي د مذهبي لږکيو لپاره پر خالي شوې يوې، يوې څوکۍ هم سېنېټر انتخابوي.

دا په داسې حال کې ده چې د مارچ پر ۱۴مه د سېنېټ د شپږو څوکیو ډکولو لپاره ضمني انتخابات وشول چې ورڅخه یې څلور پیپلز ګوند، یوه مسلم لیګ (ن) او یوه جمعیت علمای اسلام (ف) وګټله.

د پاکستان د سېنېټ هغه څوکۍ د ایین د ۲۲۳مې مادې یا دفعې له مخې خالي شوې دي ځکه چې اساسي قانون یو کس ته په یو وخت کې یوازې د قامي یا صوبايي اسمبلۍ او یا هم د سېنېټ د غړیتوب اجازه ورکوي.

همدا لامل دی چې هغو سیاستوالانو د فبرورۍ پر اتمه د قامي یا صوبايي اسمبلیو د څوکیو تر ګټلو وروسته د سېنېټ غړیتوب پرېښی وو.

XS
SM
MD
LG