د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان: ورښتونو او سېلابونو کې د وژل شویو کسانو شمېر ۱۴۳ ته رسېدلی دی


په سوات کې تر باران وروسته سېلاب راغلی دی ـ د اپرېل ۲۷مې انځور.
په سوات کې تر باران وروسته سېلاب راغلی دی ـ د اپرېل ۲۷مې انځور.

په پاکستان کې د اپرېل له ۱۱ او ۱۲مې راهیسې د ورښتونو د لړیو پر مهال په بېلابېلو پېښو او سېلابونو کې د وژل شويو کسانو شمېر ۱۴۳ ته رسېدلی دی.

د ورښتونو په درو لړیو او سېلابونو کې تر ټولو زيات کسان په خيبر پښتونخوا کې وژل شوي دي چې شمېر يې ۸۳ ته رسېدلی دی.

په خیبر پښتونخوا کې د طبیعي ناورینونو پر وړاندې د مبارزې صوبايي ادارې (پي ډي اېم اې) ویاند احسان داوړ د مې پر لومړۍ نېټه مشال راډيو ته وويل چې په هغه صوبه کې د ورښتونو پر مهال تر ۳،۵۰۰ زیاتو کورونو ته هم زیان اوښتی دی.

نوموړی وايي، "یوازې [د بارانونو] په وروستۍ لړۍ کې ۱۷ کسان په حق رسېدلي دي. پر چا باندې کورونه راغورځېدلي او څوک د اسماني بجلۍ (تندرونو پرېوتو) له وجې مړه شوي دي."

د داوړ په وينا، خلکو ته د اوښتو ځاني او مالي زیانونو سروې د ضلعي انتظامیو په همکارۍ روانه ده او حکومت به زيانګالو ته به معاوضې ورکوي.

خیبر پښتونخوا کې بارانونو او سېلابونو زیانونه اړولي دي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:57 0:00

د دې ترڅنګ په خيبر پښتونخوا او بلوچستان کې بارانونو او سېلابونو ګڼو فصلونو ته هم زيانونه اړولي دي.

په سوات کې د کروندګرو د ټولنې مشر رحمت علي خان وایي چې سږ کال بې وخته بارانونو د مېوو باغونو، فصلونو او په ځانګړې توګه غنمو ته ډېر تاوان رسولی دی.

نوموړی زياتوي چې تر بارانونو وروسته د درملو او سرې نرخونه هم زیات شوي دي.

بلخوا په خیبر پښتونخوا کې د چاپېریال ساتنې د حکومتي ادارې مرستیال مشر افسر خان د مې پر لومړۍ نېټه مشال راډيو ته وویل چې د زیاتو بارانونو لامل اقليمي بدلون دی چې د سېلابونو سبب کېږي.

دی وايي، د اب و هوا د بدلون د مخنیوي لپاره یې ادارې یوشمېر پروژې پر مخ وړي.

اخوا په بلوچستان کې د قدرتي افتونو پر وړاندې د مبارزې صوبايي ادارې (پي ډي اېم اې) په وروستیو کې وویل چې د تازه بارانونو پر مهال په بېلابېلو پېښو، تندر پرېوتو او سېلابونو کې د وژل شویو شمېر ۲۱ او د ژوبلو ۲۵ تنو ته لوړ شوی دی.

پي ډي اېم اې د اپرېل پر ۲۷مه په بیان کې زیاته کړې وه چې تېره اوونۍ د بارانونو او ږلۍ له وجې کې سېلاب راغلی چې پکې کورونو او د یوشمېر نورو ودانیو ترڅنګ سړکونو ته هم زیان اوښتی دی.

په همدې حال کې د بلوچستان حکومت د زیانونو معلومولو لپاره سروې پیل کړې ده.

بلخوا د پاکستان وزیراعظم میا شهباز شریف ویلي ول چې وفاقي حکومت په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې په ورښتونو او سېلابونو کې له ځپل شویو خلکو سره پوره مرسته کوي.

XS
SM
MD
LG