د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بلوچستان ټرانسپورټرانو د نویو امنیتي اقداماتو پرضد کاربندیز ته دوام ورکړی دی


له کوټې څخه بهر یوشمېر مسافر وړونکي ګاډي ولاړ دي - پخوانی انځور.
له کوټې څخه بهر یوشمېر مسافر وړونکي ګاډي ولاړ دي - پخوانی انځور.

د بلوچستان ګڼو ټرانسپورټرانو د امنيت په اړه د حکومت د نویو اقداماتو پر ضد هړتال (کاربندیز) ته دوام ورکړی دی.

دوی له تېرو شاوخوا ۱۵ ورځو راهيسې د کوټې او له ایران سره پر پوله پرتې سیمې تفتان ترمینځ مسافر وړونکي بسونه د احتجاج په توګه درولي دي او د کوټې په سریاب سړک يې احتجاجي کیمپ لګولی دی.

د بلوچستان حکومت تېره میاشت په نوشکي د نهو مسافرو په ګډون د ۱۱ کسانو تر وژنې وروسته امنیتي پلان ته بیاکتنه وکړه او پر لویو لارو یې د مسافرو خوندیتوب لپاره د ګاډو ډرېورانو ته نوې لارښوونې وکړې.

د اپرېل پر ۱۲ او ۱۳مه منځنی شپه وسلوالو نهه مسافر له بسه ښکته کړل او تر اسنادو کتو وروسته يې هغوی ووژل. وژل شوي ټول د پنجاب اوسېدونکي ول. بلوڅ بېلتونپالې ډلې بلوچ لېبرېشن ارمي (بي اېل اې) د هغې پېښې ذمه واري منلې وه.

تر دې وروسته د اپرېل پر ۱۴مه د بلوچستان اعلا وزیر سرفراز بګټي په مشرۍ د لوړپوړو ولسي او پوځي چارواکو غونډه وشوه چې پکې د صوبې امنیتي پلان ته له سره د کتنې فیصله وشوه او څو ورځې وروسته حکومت نوي اقدامات اعلان کړل.

د نویو حکومتي لارښوونو له مخې، د مسافر وړونکو ګاډو ډرېوران به له قانوني اسنادو پرته مسافران نه لېږدوي، د کراچۍ او تفتان پر لارو به نوې امنیتي پوستې جوړېږي، امنیتي سرتېري به د بسونو تالاشي کوي او د مسافرو د حفاظت لپاره به په بسونو او نورو مسافر وړونکو ګاډو کې دوه، دوه امنیتي سرتېري ناست وي.

له کوټه ښاره بهر یوشمېر مال وړونکي ګاډي پر لویه لاره درېدلي دي - پخوانی انځور.
له کوټه ښاره بهر یوشمېر مال وړونکي ګاډي پر لویه لاره درېدلي دي - پخوانی انځور.

خو ټرانسپورټران وايي چې نوی حکومتي پلان یې کاروبار زیانمنوي. د ال بلوچستان کوټه – تفتان ټرانسپورټ يونیین مشر ملک شاه جمالديني د مې پر دویمه مشال راډيو ته وويل چې له تېرو ۱۵ ورځو راهيسې یې د حکومتي سختيو پر ضد د کوټې-تفتان پر لاره مسافر ګاډي چلول درولي دي.

هغه وویل چې پر لویه لاره پر امنیتي پوستو د تالاشیو له امله اته ساعته سفر اوس په ۱۶ ساعته کې کوي.

د ده په خبره، بله ستونزه دا ده چې پر امنیتي پوستو ورته له تفتانه د ایرانیو توکو کوټې او نورو سيمو ته د لېږد اجازه نه ورکول کېږي. "له دې خوا (کوټې څخه تفتان) ته سپرلۍ کمې دي او له هغې غاړې بیا [امنیتي ځواکونه] د خوړو شیان [واردولو ته] نه پرېږدي. موږ قیمتي ګاډي اخیستي دي او که د خوړو شیان را نه وړو نو مالي تاوان کوو."

د ټرانسپورټرانو په دې هړتال کې د ال پاکستان کوچ يونيین په نوم د مسافر وړونکو بسونو ټولنه مل نه ده.

د هغې اتحادیې مشر او د اې کې موورز په نوم د مسافر وړونکو بسونو د شرکت مالک عتیق خان کاکړ وايي چې ځکه ټولنه یې ځکه د کاربندیز برخه نه ده چې، په وینا یې، د هړتال کوونکو ټرانسپورټرانو ستونزه تر امنیتي پوستو زیاته د مالونو پر قاچاق له محدودیتونو سره تړلې ده.

ده وویل چې د ده ۱۰۰ مسافر وړونکي بسونه د کراچۍ او پنجاب پر لویو لارو تګ راتګ کوي او ډرېوران یې هېڅکله پر امنیتي پوستو نه دي ځورول شوي. "تاسو به پر ټولنیزو شبکو ليدلي وي چې پر پوستو د ګاډو د تالاشۍ ويډیوګانې خپرې شوې دي چې ورڅخه ښکاري چې حکومت اوس يو څه ایمانداري شروع کړې ده. په دې ويډیوګانو کې په بسونو کې د سمګلنګ (قاچاقي) سامانونه پراته ښکاري. زه دا نه وایم چې ټولې [ټرانسپورټي کمپنۍ] سمګلنګ کوي، پکې ښې کمپنۍ هم شته خو زیاتره د سمګلنګ کار کوي چې له کبله يې دوی په امنیتي پوستو مسلې لري."

خو ملک شاه جمالدیني دا تور ردوی او وايي چې که ډرېورانو قاچاق کاوه نو امنیتي سرتېري دې یې ونیسي.

حکومتي دریځ

د بلوچستان د کورنیو چارو سلاکار ضیا الله لانګو په مشري حکومتي پلاوی له ټرانسپورټرانو سره په خبرو اترو بوخت دی.

لانګو د مې پر دویمه مشال راډيو ته وويل چې حکومت او ټرانسپورټران د مسلې د هواري او داراز د لارو خوندي کولو لپاره پر متبادل امنیتي پلان کار کوي.

هغه وویل چې ټرانسپورټرانو ورته څو وړاندیزونه کړي دي چې په اړه به يې له اعلاوزیر سره تر غونډې وروسته حتمي فیصله کېږي. "د دوی (ټرانسپورټرانو) غوښتنې پر درې، څلور پاڼو مشتملې دي. اوس کوښښ کوو چې د مسلې د حل لپاره متبادل لار راوباسو. دوی دوه، درې وړاندیزونه راکړي دي او څه موږ حکومتي ډلې ورکړې دي خو فیصله لا نه ده شوې."

ضیا لانګو له مشال راډيو سره د هغو وړاندیزونو په اړه د نورو معلوماتو له ورکولو ډډه وکړه خو و یې ویل چې له اعلاوزیر سره تر غونډې وروسته به له رسنیو سره حتمي فیصله شریکه کړي. نوموړي هیله وښووله چې د ټرانسپورټرانو مسیله به ژر هواره شي.

XS
SM
MD
LG