د لاسرسي ځای

تازه خبر

اېمل ولي خان: د پاکستان مشر قاضي دې د انتخاباتي درغلیو عدالتي پلټنې وکړي


اېمل ولي خان د فبرورۍ پر ۲۳مه د چارسدې جلسې ته وینا کوي.
اېمل ولي خان د فبرورۍ پر ۲۳مه د چارسدې جلسې ته وینا کوي.

د عوامي نيشنل ګوند (اې اېن پي) د خیبر پښتونخوا مشر اېمل ولي خان د پاکستان سپريم کورټ له چیف جسټس قاضي فایز عیسا غوښتنه کړې ده چې د فبرورۍ اتمې په انتخاباتو کې دې د درغلیو عدالتي پلټنې وکړي.

نوموړي د فبرورۍ پر ۲۳مه د خیبر پښتونخوا په چارسده کې د انتخاباتي درغلیو پرضد احتجاجي جلسې ته په وینا کې پر امنیتي ادارې (اېسټیبلېشمنټ) تور پورې کړ چې په جمهوري نظام، پارلېماني او سیاسي چارو کې لاسوهنه کوي.

ده وویل چې اې اېن پي به په جمهوریت او سیاست کې د امنیتي ادارې د لاسوهنې تر ختمېدو پورې احتجاج ته دوام ورکوي.

د پاکستان پوځ په بیا بیا ویلي دي چې د جمهوریت ملاتړ کوي او په سیاسي چارو کې لاسوهنه نه کوي. لنډمهالي حکومت او انتخاباتي کمېشن هم ویلي دي چې پوځي سرتېرو د انتخاباتو پر ورځ یوازې د امنیت چارې ترسره کولې.

خو اېمل ولي خان وویل چې که د سپریم کورټ مشر قاضي د انتخاباتي درغلیو پلټنې وکړي نو ورته به یې ثبوتونه ورکړي. "چيف جسټس اف پاکستان، ښاغلی جسټس قاضي فایز عیسا! که تاسې زما اواز اورئ، که تاسې د دې قام قاضي یاست نو زموږ یو خواست دی او له بده مرغه تاسې بااختیاره خو نه یاست خو موږ غواړو چې تاسې خپل واک وکاروئ، جوډیشل انکوایري (عدالتي پلټنې) وکړئ. موږ راوغواړئ. زه به تاسو ته هغه کسان وړاندې کړم چې [ورڅخه په انتخاباتو کې د بریا لپاره] د پیسو غوښتنه شوې ده، له چا چې پیسې اخیستل شوي دي او چا ته چې پیسې ورکړل شوي دي."

د چارسدې جلسې ته د عوامي نیشنل ګوند ګڼ غړي او پلویان ورغلي ول - د فبرورۍ ۲۳مې انځور.
د چارسدې جلسې ته د عوامي نیشنل ګوند ګڼ غړي او پلویان ورغلي ول - د فبرورۍ ۲۳مې انځور.

د پاکستان انتخاباتي کمېشن د اېمل ولي خان د تازه څرګندونو په غبرګون کې څه نه دي ویلي خو د فبرورۍ پر ۱۲مه یې په يوه خبرپاڼه کې ليکلي ول چې ټاکنې شفافې او منصفانه وې او که څوک شکایت لري نو له ثبوت سره دې هغې ادارې او عدالت ته ورشي.

له دې پرته د پاکستان نګران حکومت هم ویلي دي چې د فبرورۍ اتمې انتخابات او تر هغې وروسته بهیر بشپړ روڼ او عادلانه وو.

عوامي نیشنل ګوند د فبرورۍ پر ۱۴مه د انتخاباتي درغلیو پرضد د احتجاجي تحریک پیلولو اعلان کړی وو او په دې لړ کې یې لومړۍ احتجاجي جلسه د فبرورۍ پر ۲۰مه په صوابۍ کې وکړه.

د انتخاباتي کمېشن د پایلو له مخې عوامي نیشنل ګوند د خيبر پښتونخوا اسمبلۍ يوه او د بلوچستان اسمبلۍ دوه څوکۍ ګټلې دي او د ځینې مخکښه مشرانو په ګډون یې ټولو نوماندانو انتخابات وبایلل.

خو له هغه ګوند پرته، د پاکستان یوشمېر نورو ګوندونو هم په انتخاباتو کې د درغلیو او د نتیجو بدلولو تورونه پورې کړي دي او په بلوچستان کې د څلورو ګوندونو اتحاد هم احتجاجونو ته دوام ورکړی دی.

XS
SM
MD
LG