د لاسرسي ځای

تازه خبر

امريکايي ولسمشر ويلي اسراييلو ته به پر رفح ښار د برید لپاره وسلې نه ورکوي


امریکايي ولسمشر جو بايډن
امریکايي ولسمشر جو بايډن

د امریکا ولسمشر جوبایډن وايي چې هېواد به یې اسرايیلو ته د غزې په رفح ښار کې د عملیاتو لپاره جارحانه وسلې نه ورکوي.

نوموړي د مې پر اتمه له امریکايي ټېلېوېژن سي اېن اېن سره په مرکه کې وویل چې په رفح کې تر يو ميليون زیاتو خلکو پناه اخیستې ده او د هغوی د خوندیتوب د اندېښنو په ترڅ کې یې دغه فيصله کړې ده.

رفح د امریکا او اروپايي ټولنې لخوا د ګرځول شوې ترهګرې ډلې حماس مهم مرکز بلل کېږي.

بایډن همدا راز وویل چې واشنګټن اوس هم د اسرايیلو دفاع ته ژمن دی او د دغه هېواد هوايي دفاعي نظام یا اوسپنیز ګنبد (ایرن ډوم) لپاره به د بریدونو د مخنیوي راکټونه او نورې دفاعي وسلې ورکوي، خو نوموړي زیاته کړه چې که اسراییل د رفح ښار پر ضد کاروايي کوي نو امریکا به ورته وسلې او د توپ ګولې نه ورکوي.

د امريکا ترڅنګ نړيوالې ټولنې او د بشري حقونو سازمانونو هم په رفح کې د اسراييلو د پوځي عملياتو مخالفت کړی دی.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتېرېش هم د مې پر شپږمه ويلي ول چې د غزې پر جنوبي ښار رفح باندې پوځي عملیات "د نه زغملو وړ" کار دی.

ګوتېرېش زياته کړې وه " په رفح کې ځمکنۍ جګړه به د نه زغملو وړ یو کار وي، ځکه چې دا ورانوونکي بشري عواقب لري او د سیمې پر بې ثباتۍ هم اغېز کوي."

نوموړی دغه څرګندونې داسې مهال کړې وې چې د اسراييلو پوځ د مې پر اوومه له مصر سره نېږدې د غزه تړانګې د رفح سرحدي لارې کنټرول ترلاسه کړی وو. د اسراییلي پوځ لخوا په ځینو خپرو شويو ویډیوګانو کې ښکاري چې هغې سیمې ته د دوی یو ټانک داخلېږي.

تر دې وړاندې، د اسوشيېټېډ پرېس خبري اژانس ويلي ول چې اسراییلو د مې پر شپږمه ناوخته پر رفح هوایي بریدونه پیل کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د مصر په پلازمېنه قاهره کې په غزه کې د اوربند لپاره خبرې روانې دي او مرکچیان هڅه کوي چې د اووه میاشتو راهیسې د روانې جګړې درولو لپاره وړاندیز شوې ۴۰ ورځنۍ وقفه عملي کړي او د فلسطینيو بندیانو په بدل کې یرغمل شوي کسان خوشې کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG