د لاسرسي ځای

تازه خبر

ای پي اېل: نن راجستان رایلز او سنرایزرز حیدراباد له یو بل سره سیالي لري


د مې پر لومړې نېټه د پنجاب ګېنګز لوبغاړي د چېنای سوپر کېنګز خلاف توپوهنه کوي.
د مې پر لومړې نېټه د پنجاب ګېنګز لوبغاړي د چېنای سوپر کېنګز خلاف توپوهنه کوي.

د هند غوره لیګ (انډیین پرېمییر لیګ یا ای پي اېل) په نوم د ۲۰ اووره کرکټ په سیالیو کې راجستان رایلز او سنرایزرز حیدراباد لوبډلې یو بل ته مخامخېږي.

د حيدر اباد په لوبغالي کې د مې دویمې سیالي د پېښور پر وخت د ماخوستن پر اووه او د کابل پر شپږ نیمو بجو پیلېږي.

تر دې یوه ورځ مخکې پنجاب کېنګز لوبډلې چېنای سوپر کېنګز ته په اووه وېکټو ماتې ورکړه.

د چېنای په لوبغالي کې لومړی بیټېنګ چېنای سوپر کېنګز وکړ او په ټاکلیو ۲۰ اوورونو کې یې د اووه لوبغاړو په زیان ۱۶۲ منډې وکړې. روتوراج ګایکواډ ۶۲ او اجېنکیا رهانې ۲۹ منډې وکړې. د پنجاب هرپريت برار او راهول چهار دوې، دوې وېکټې واخيستې.

په ځواب کې د پنجاب لوبډلې ټاکلی هدف په ۱۸م اوور کې د درو لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ. جوني بېرسټو ۴۶ او رایلي روسو ۴۳ منډې وکړې. د چېنای شېوم دوبې، رېچرډ ګلېسن او شاردول ټاکر یو، یو لوبغاړی وسوځاوه.

په ای پي اېل کې تر اوسه پورې د شویو سیالیو د پایلو له مخې، راجستان رایلز پر لومړي، کلکته نایټ رایډرز پر دویم، لکنو سوپر جاینټس پر درېیم او چېنای سوپر کېنګز لوبډله پر څلورم مقام ده. داراز، پینځم ځای سنرایزرز حیدراباد او دلي کیپېټلز شپږم مقام ترلاسه کړی دی.

د مې پر درېيمه ممبۍ انډيينز او کلکته نایټ رایډرز لوبډلې له یو بل سره سیالي لري.

په ای پي اېل کې ټولې ۱۰ لوبډلې برخه اخلي چې پکې د افغانستان په ګډون د یوشمېر هېوادونو لوبغاړي شامل دي.

د هند غوره لیګ سیالۍ د مارچ پر ۲۲مه پیل شوې او ټاکل شوې چې پایلوبه یې د مې پر ۲۶مه نېټه وشي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG