د لاسرسي ځای

تازه خبر

اروپايي ټولنه پر ایران د بندیزونو پر پراخولو سلا شوې ده


د اروپايي ټولنې د بهرنيو چارو تګلارې مشر جوزف بورېل: انځور له ارشیفه
د اروپايي ټولنې د بهرنيو چارو تګلارې مشر جوزف بورېل: انځور له ارشیفه

د اروپايي ټولنې د بهرنيو چارو وزيران د ايران پرضد پر بنديزونو پراخولو سلا شوي دي.

د یادې ټولنې د بهرنيو چارو د تګلارې مشر جوزف بورېل ويلي دي چې پر اسرايلو د تهران تر بې پيلوټه الوتکو او توغنديو بريدونو وروسته د بهرنيو چارو وزيران د اپرېل پر ۲۲مه په اصولو کې د ايران پر ضد پر بنديزونو پراخولو سلا شوي دي.

اروپايي ټولنه لا له وړاندې پر ایران د ډله ییزې وژنې، د وسلو د خپراوي، د بشري حقونو د سرغړونو او روسیې ته د بې پیلوټه الوتکو د رسولو په تړاو د بندیزونو څو پروګرامونه لري.

د اپرېل پر لومړۍ نېټه په دمشق کې د ایران پر کونسلګرۍ د اسرايیلو په مبینه هوايي برید کې د ایران د اسلامي انقلاب ساتونکو د قدس ځواک د یو قومندان جنرل محمد رضا زاهدي په ګډون اووه لوړپوړي چارواکي ووژل شول.

ایران د اپرېل پر ۱۳مه ناوخته پر اسراييلو د بې پيلوټه الوتکو او توغنديو پراخ او بې ساري بريدونه کړي ول.

هغه توغندي د اپرېل پر ۱۴مه سهار دوه بجې د اسراييل هوايي حريم ته داخل شول خو د هغه هېواد هوايي دفاعي نظام يې مخه ونيوله.

په حمله کې څوک وژل شوي نه ول او تاوان يې لږ وو، خو له دې امله يې وېره زياته کړې ده چې تاوتريخوالی به په غزې تړانګه کې تر روانې جګړې مخته ولاړ شي او ښايي ټول منځنی ختيځ ونيسي.

تر هغه وروسته د اپرېل پر ۱۹مه اسراییلو د ایران پر اصفهان ځوابي حمله وکړه.

داسې امکان دی چې دا حالات به د غزې سیمه، چې له تېرو څو میاشتو راهیسې پکې جګړه روانه ده، له لا زیات کړکېچ سره مخامخ کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG