د هند غوره لیګ (انډیین پرېمییر لیګ یا ای پي اېل) په نوم د ۲۰ اووره کرکټ په سیالیو کې چېنای سوپر کېنګز او لکنو سوپر جاینټس لوبډلې یو بل ته مخامخېږي.
د چېنای په لوبغالي کې د اپرېل ۲۳مې سیالي د پېښور پر وخت د ماخوستن پر اووه او د کابل پر شپږ نیمو بجو پیلېږي.
تر دې یوه ورځ مخکې راجستان رایلز ممبۍ انډیینز لوبډلې ته په نهو وېکټو ماتې ورکړه.
د اپرېل پر ۲۲مه د راجستان د جیپور په لوبغالي کې ممبۍ انډیینز لومړی توپوهنه (بيټېنګ) وکړه او په ټاکليو ۲۰ اوورونو کې يې د نهو لوغاړو په زيان او ۱۷۹ منډې وکړې.
تيلک ورما ۶۵، نهال وډېرا ۴۹ او محمد نبي ۲۳ منډې وکړې.
سنديپ شرما د ممبۍ انډیینز پينځه لوبغاړي وسوځول.
په ځواب کې د راجستان رایلز لوبډلې په ۱۹م اوور کې د يو لوبغاړي په زيان هدف پوره کړ او لوبه يې وګټله.
یشاوي جېسوال پر ۶۰ توپونو ۱۰۴ منډې وکړې.
د راجستان رایلز سنديپ شرما د لوبې غوره لوبغاړی شو.
ټاکل شوې چې د اپرېل پر ۲۴مه دلي کیپېټلز او ګجرات ټايټنز لوبډلې یو بل ته مخامخ شي.
په ای پي اېل کې ټولې ۱۰ لوبډلې برخه اخلي چې پکې د افغانستان په ګډون د یوشمېر هېوادونو لوبغاړي شامل دي.
د هند غوره لیګ سیالۍ د مارچ پر ۲۲مه پیل شوې او ټاکل شوې چې پایلوبه یې د مې پر ۲۶مه نېټه وشي.