د پاکستان او نيو زيلينډ د کرکټ ملي لوبډلو تر مينځ د پينځو ۲۰ اووره لوبو د لړۍ لومړۍ سيالي بې نتيجې پای ته رسېدلې ده.
د اپرېل پر ۱۸مه هغه سیالي د باران له وجې خورا وځنډېده او منتظمینو پرېکړه وکړه چې لوبه پینځو اوورو ته کمه کړي. خو شاهین شاه اپرېدي چې پر خپل دویم بال (توپ) د نیو زیلینډ ټېم رابېنسن وسوځاوه نو باران بیا پیل شو او لوبه لغوه شوه.
د پاکستان او نیو زیلینډ د کرکټ ملي لوبډلې به د اپرېل پر ۲۰مه په دویمه ۲۰ اووره سیالۍ کې یو بل ته مخامخېږي.
ټاکل شوې چې هغه سيالي د راولپېنډۍ په لوبغالي کې د پېښور پر وخت د ماخوستن پر اووه نیمو او د کابل پر اووه بجو پیل شي.
دا په داسې حال کې ده چې د نیو زیلینډ د کرکټ ملي لوبډله د پینځو ۲۰ اووره سیالیو لپاره پاکستان ته تللې ده.
ټاکل شوې چې د دواړو لوبډلو ترمینځ د اپرېل پر ۲۱مه درېيمه سيالي هم په راولپېنډۍ کې وشي.
ترهغه وروسته به پاتې دوې سيالۍ د اپرېل پر ۲۵مه او د اپرېل پر ۲۷مه د لاهور په قذافي لوبغالي کې کېږي.