د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بلوچستان روغتيايي کارکوونکو د روغتونونو د شخصي کولو "پلان" ضد د احتجاجي تحريک پیلولو اعلان کړی


په بلوچستان کې ډاکټران د معاشونو د زیاتولو لپاره احتجاج کوي. پخوانی انځور
په بلوچستان کې ډاکټران د معاشونو د زیاتولو لپاره احتجاج کوي. پخوانی انځور

په بلوچستان کې روغتیايي کارکوونکو دړکه ورکړې چې که صوبايي حکومت د سرکاري روغتونونو شخصي کوي نو دوی به يې پرضد تر وړوکي اختر وروسته د صوبې په کچه احتجاجي تحريک پیل کړي.

د روغتیايي کارکوونکو د اتحاديې مشر جمال شاه کاکړ د اپرېل پر اتمه مشال راډیو ته وويل چې باید حکومت د شخصي کولو پر ځای د روغتونو بودیجه زیاته کړي.

نوموړي دعوه وکړه چې حکومت د روغتونونو د شخصي کولو لپاره لومړې اقدام دا کړی چې ډاکټرانو او روغتيايي کارکوونکو ته د میاشتې پر ځای ورځنۍ پیسې (تنخا) ورکوي.

هغه دعوه وکړه چې د صوبې روغتيا سېکرټر يو خط ليکلی چې پکې ویل شوي چې حکومت سرکاري روغتونو شخصي کوي نو که يې څوک اخیستل غواړي نو ورسره دې رابطه وکړي. البته نوموړي د ثبوت په توګه دا ليک له مشال راډیو سره شريک نه کړ.

روغتيايي کارکوونکو د اپرېل پر شپږمه نېټه هم د کوټې په سېول روغتون کې د دې مبینه حکومتي پلان پرضد مظاهره کړې وه. دوی د حکومت پرضد شعارونه ورکړل او د اعلا وزیر سرفراز بګټي د استعفا غوښتنه يې وکړه.

سرفراز بګټی څو ورځې وړاندې ويلي ول چې خلکو ته د روغتيايي اسانتیاوو لپاره به د سيند صوبې په شان د صحت په څانګه کې ځانګړي ګامونه پورته کوي.

خو حکومت د روغتونو د شخصي کولو په اړه څرګنده خبره نه ده کړې. مشال راډیو د اپرېل پر اوومه نېټه د صوبايي حکومت له ویاند شاهد رند سره تماس ونياو خو هغه په دې اړه څه و نه وويل البته زیاته يې کړه چې اعلا وزیر د سرکاري روغتونو د ښه کولو لپاره پر ځینو وړاندېزونو غور کوي او په دې لړ کې يې له ډاکټرانو او نورو پوهانو سره خبرې پیل کړې دي.

XS
SM
MD
LG