د لاسرسي ځای

تازه خبر

وزیراعظم شهباز شریف وايي حکومت یې د چینایانو امنیت ساتلو ته ژمن دی


وزیراعظم شهباز شریف د اپریل په لومړۍ نېټه داسو ته د سفر پر مهال له چینايي انجینیرانو او کارکوونکو سره ولیدل: انځور اپریل ۱، کال ۲۰۲۴
وزیراعظم شهباز شریف د اپریل په لومړۍ نېټه داسو ته د سفر پر مهال له چینايي انجینیرانو او کارکوونکو سره ولیدل: انځور اپریل ۱، کال ۲۰۲۴

وزیراعظم شهباز شريف وايي په ملک کې د چينايانو د امنيت لپاره یې د صوبو ترمینځ د امنيتي همکارۍ زیاتولو پرېکړه کړې ده.

شهباز شريف د اپريل په لومړۍ نېټه د کوهستان ضلعې داسو سیمې ته د سفر پر وخت چينايي انجینیرانو ته په وينا کې وويل چې له بیجينګ څخه ورغلي پلاوي سره یې په دې اړه معلومات شريک کړي دي.

د مارچ پر ۲۶مه، د خیبر پښتونخوا د شانګلې په بیشام سیمه کې په يو ځانمرګي برید کې پینځه هغه چينايي انجنیران وژل شوي وو چې په داسو ډېم یې کار کاوه. تر اوسه پورې، هېڅ وسله والې ډلې د هغې حملې ذمه واري نه ده منلې.

مشال راډيو ته د رسېدلو معلوماتو ترمخه، تر دې پېښې وروسته ۱۲۰۰ چينايي انجینیران له پاکستانه وتلي او د داسو تر څنګ پر باشا ډېم کار ودرېدلی چې له وجې یې په زرګونو پاکستانيان بې روزګاره شوي دي.

چين له پاکستانه غوښتي وو چې وګړو ته دې یې بشپړ امنيت برابر کړي او د تحقیقاتو لپاره یې يو پلاوی اسلام اباد ته استولی وو. خو د دواړو هېوادونو حکومتونو د څيړنو د موندنو په اړه څه نه دي ويلي.

د پاکستان حکومت د مارچ پر ۲۷مه نېټه د بريد د پلټنې لپاره ګډه تحقیقاتي ‌ډله جوړه کړې وه. په هم دې تړاو د چينايي پلټونکيو يوه ډله د مارچ پر ۲۹مه په تحقیقاتو کې د برخې اخیستو لپاره پاکستان ته ورسېده.

د کوهستان په داسو سیمه کې د اوبو پر یو بند له تېرو څو کلونو راهیسې کار روان دی چې د جوړولو پر مهال پرې تر دې وړاندې هم بریدونه شوي دي. د ۲۰۲۱ کال د جولای پر ۱۴مه هم په داسو سیمه کې د چینايي کارکوونکو پر بس حمله شوې وه چې پکې د نهو چینايي وګړو په شمول ۱۳ کسان وژل شوي ول.

چین له پاکستان سره د اقتصادي دهلېز یا لارې (سیپېک) په پروژو کې د څه د پاسه ۶۵ اربه (مېلیارده) امریکايي ډالرو پانګونه کړې ده چې پکې د بلوچستان د ګوادر بندر هم شامل دی. هغه پروژې د بیجنګ د یوې کړۍ، یوې لارې (بېلټ اېنډ روډ) نوښت لویه برخه دي.
په پاکستان کې تر دې وړاندې هم په چینایانو بریدونه شوي دي او د یوشمېر حملو ذمه وارۍ بلوڅ بېلتونپالو وسلوالو ډلو منلې دي.

XS
SM
MD
LG