د لاسرسي ځای

تازه خبر

سپريم کورټ په عدلیه کې د استخباراتو د مبینه لاسوهنو په خپله نوټس اخیستی دی


د پاکستان سپریم کورټ ودانۍ
د پاکستان سپریم کورټ ودانۍ

د پاکستان سپریم کورټ په عدالتي چارو کې د استخباراتي ادارو د لاسوهنې د تورونو په اړه ازخود نوټساخیستی دی.

سپریم کورټ د اپرېل پر لومړۍ نېټه په بیان کې ویلي چې د دې مقدمې اوریدنه به د ستر عدالت اووکسیزه جرګګۍ کوي.

بیان زیاتوي چې د دې جرګګۍ مشري به د سپریم کورټ چیف جسټس قاضي فایز عیسا کوي‌ او په دې کې به هغه قاضیان شامل وي چې د سپریم کورټ د اسلام اباد پر پرنسپل څوکۍ موجود دي.

دا له هغه وروسته ده چې تر ۳۰۰ زياتو وکيلانو په یو لیک کې له سپريم کورټه غوښتنه کړې وه چې د اسلام اباد هايي کورټ د شپږ ججانو لخوا په عدليه کې د استخباراتي ادارو لاس وهنې او په دوی د فشار راوړلو تورونو د اوريدنې د پاره دې لوی بنچ جوړ کړي.

دوی د مارچ پر ۳۱ مه، په يو بيان کې سپريم کورټ ته وويل چې د ايين د ۱۸۴ (۳) مادې لاندې دې د يادې معاملې خپله نوټس واخلي.

پر دې خط په لاسلیک کوونکو کې شاملې ایمان زینب حاضر مزاري د مارچ پر ۳۱مه پر خپله اېکس پاڼه دغه بیان خپور کړی دی.

دوی ویلي چې دوی د حکومت له خوا جوړ کړی کمېشن نه مني.

دا په داسې حال کې ده چې د اسلام اباد هايي کورټ د ججانو تورونو د پلټنو د پاره د وکيلانو له دې غوښتني يوه ورځ وړاندې حکومت د پخواني چيف جسټس تصدق جيلاني په مشرۍ کمېشن اعلان کړی دی.

د اسلام اباد هايي کورټ شپږ ججانو چيف جسټس قاضي فايز عيسا ته د مارچ پر ۲۵مه، لیک استولی وو او غوښتنه یې کړې وه چې په عدالتي چارو کې د استخباراتي ادارو د لاسوهنې پلټنې وکړي. دوی په ليک کې ويلي ول چې په دې اړه دې يو جوډيشل کنونشن راوغوښتل شي.

تر هغې لیک وروسته د سپريم کورټ دوه فل کورټ غونډې وشوې او د چيف جسټس او وزير اعظم تر مينځ ملاقات هم وشو.

له سپريم کورټه د اسلام اباد هايي کورټ د ججانو خط ازخود نوټس غوښتنه کونکو وکيلانو کې څو کسانو مشال راډيو ته وويل چې دوی د حکومت په جوړ کړي کمېشن باور نه لري، ځکه چې يو ريټايرډ جج، برحاله ججانو ته انصاف نه شي ورکولی.

په دوی کې سلمان اکرم راجا وايي چې دا سياسي موضوع نه ده او د وکيلانو تنظيمونو ترڅنګ ټولو ګوندونو ته هم پکار دي چې د دوی ملاتړ وکړي.

ده وویل "سپريم کورټ ته پکار ده چې خپله ذمه واري پوره کړي. دا يوه تاريخې ذمه واري ده او سپريم کورټ ته ډېره ښه موقع په لاس ورغلې ده چې خپل رول ولوبوي. د ججانو په خط کې خو په حکومت تور لګېدلی دی چې د استخباراتي ادارو په مرسته پر دوی فشار اچوي، په چا چې تور وي هغه شفافې پلټنې څنګه کولی شي؟ زما په خيال دا سهي طريقه نه ده. دا د عدلې بوج دی او پکار ده چې خپله يې اوچت کړي ګني په تاريخ کې به يې دا ناکامي وګڼلې شي."

له سپريم کورټه د ازخود نوټس اخیستو غوښتنه کونکو وکيلانو کې ایمان مزاري، زینب جنجوعه، عبدالمعیز جعفري، سلمان اکرم راجا او تیمور ملک نه علاوه د حکومت ټاکلي کمېشن مشر جسټس تصدق جيلاني زوی ثاقب جیلاني هم شامل دی.

په مردان کې قانون پوه اکبر هوتي ايډوکيټ وايي چې وکيلانو ته پکار وو چې د کمېشن د رپورټ انتظار يې کړی وی او که پر رپورټ يې څه نيوکې وې نو بيا ېې سپريم کورټ ته درخواست ورکړی وې، ځکه چې اوس د نوي قانون لاندې د سپريم کورټ په خپله د نوټس اخیستو طريقه هم بدله شوې ده.

هغه وویل "اوس په داسې موقع چې حکومت کمېشن جوړ کړی دی، د وکيلانو دا غوښتنه ماشومانه غوندې ښکاري. د سوموټو نوټس لپاره هم خپله طريقه ده. اوس چونکې کمېشن جوړ دی نو هغه به خپل تحقيق کوي او تحقيقاتي رپورټ به مخې ته راوړي چې ايا داسې څه شوي دي که نه؟ زه د يو قانون دان په حيث وايم چې د ايين مطابق په دې کې اوس د ازخود نوټس څه جواز نه جوړېږي."

هغو ۳۰۰ وکيلانو په خپل بيان کې د پاکستان بار کونسل او ټولو بار ایسوسی ایشنونو څخه هم غوښتلي دي چې په زرترزره دې د وکیلانو کنونشن راوغواړي چې د عدلیې د خپلواکۍ پیاوړي کولو لپاره د ډله ایز عمل په اړه پرېکړه وکړي.

په اسلام اباد کې قانون پوه اېمل خان مندوخېل هم د هايي کورټ د ججانو د تورونو د پلټنو د پاره د سپريم کورټ د ازخود نوټس پلوی دی.

هغه په دې اړه مشال راډيو ته وويل "دا کوم کمېشن چې جوړ شوی دی په دی هم د وکيلانو د تنظيمونو ډېر اعتراضات دي، پکار دا وه چې د نوي قانون مطابق د سپريم کورټ چيف جسټس د دوو سینير ججانو په مشوره سوموټو نوټس اخیستې وای، په ځای د دې چې يو کمېشن جوړېږي او ممبران يې ريټايرډ ججان وي."

د ايين ۱۸۴ (۳) ماده د سپریم کورټ اصلي واک ټاکي او دا توان ورکوي چې د پاکستان د اوسېدونکو د هر ډول اساسي حقونو پلي کولو د پاره د عام اهمیت مسالو په اړه خپله اقدام وکړي.

په ملک کې د وکيلانو زياتره تنظيمونو لکه سپريم کورټ بار ايسوسي اېشن، پاکستان بار کونسل او پنجاب بار ايسوسي اېشن د کمېشن د جوړولو هرکلی کړی دی خو بلوچستان بار ايسوسي اېشن دا رد کړی دی.

  • انځور سایز

    راشد خټک

    راشد خټک په اسلام اباد کې د مشال راډيو خبريال دی او د پاکستان پر سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو چارو راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG