د لاسرسي ځای

تازه خبر

په هرنايي کې بمي چاودنې ۱ کس وژلی ۱۴ یې ژوبل کړي دي


د بلوچستان د هرنايي په سپین تنګي یونین کونسل کې د مارچ پر ۳۰مه یوې بمي چاودنې لږ تر لږه یو کس وژلی او ۱۴ نور یې ژوبل کړي دي.

د هرنايي مرستیال کمېشنر جاوید ډومکي مشال راډیو ته وویل، د ماړي پیټرولیم کمپنۍ کارکوونکي په دغه چاودنه کې په نخښه شوي دي. د نوموړي په وینا د پیټرولیم د یادې کمپنۍ ملازمین د هرنايي او دوکۍ ضلعو ترمنځ سیمې ته د یوې سروې لپاره ورغلي ول چې موټر یې د ځمکې لاندې په ځای پر ځای شوي ماین وروخوت. هغه وویل چې ژوبل کسان د کوټې روغتون ته د درملنې په خاطر لېږدول شوي دی. هغه د ځینو ژوبلو تنانو حالت نازک وښود.

د بمي چاودنې مسوولیت تر دې دمه چا نه دی قبول کړی خو ځايي پولیس چې د پېښې ځای ته رسېدلي ول، مشال راډیو ته یې ویلي چې پلټنې یې پیل کړې دي. په بلوچستان صوبه کې د ترسره شویو اکثرو بمي چاودنو او نورو بریدونو مسوولیت بلوڅ بیلتون پالې ډلې پر غاړه اخلي.

هرنايي د بلوچستان هغه ضلع ده چې له قدرتي شتمنیو له پلوه بډایه ده او همدلته د مارچ په۲۰مه نېټه د ډبرو سکرو په یوه کان کې د ګیسو د جمع کېدو له وجې چاودنه کې ۱۲ کان کېندونکي وژل شوي او اته نور ژوبل شوي ول.

XS
SM
MD
LG