د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پاکستان کې د ښځینه خبریالانو څه حال دی؟


د خیبر پښتونخوا د ښخینه خبریالانو یوه غونډه. (انځور: د ۲۰۲۰م کال د مارچ اتمې دی)
د خیبر پښتونخوا د ښخینه خبریالانو یوه غونډه. (انځور: د ۲۰۲۰م کال د مارچ اتمې دی)

د پاکستان د ښځینه خبریالانو ټولنې او فریډم نیټ ورک د "غیرمساوي نیوزرومز" د سرخط لاندی په یو رپورټ کې ویلي چې د دوي د پلټنو تر مخه د پاکستان په رسنیزو ادارو کې د ښځینه خبریالانو استازیتوب ډیر کم دی.

په دې رپورټ کې راغلي چې د صنفي پالیسیو د نیشتوالي له کبله د میډیا صنعت د صنف یا جنډر په حواله ؛بیړني حالت؛ ته رسیدلی دی.

د پاکستان د رسنیو په سازمانونو کې د صنفي تفریق په اړه پلټنه د ۱۵ خبري سازمانونو د سروې پر اساس ترسره شوې ده چې پکې ۶ ټیلي ویژن چینلونه، ۴ ورځپاڼې، ۳ خبري اژانسونه او ۲ خبري ویبپاڼې شاملې دي.

د "غیر مساوي نیوز رومز” په نامه د پاکستان د میډیا په ادارو کې د صنفي تفریق د پلټنې دا رپورټ د پاکستان د ښځینه خبریالانو ټولنې او فریډم نیټ ورک د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت خپور کړی دی.

د دې پلټنو لپاره په اسلام اباد کې په ۱۵ خبري سازمانونو کې د کار کوونکیو د استازیتوب، تنظیمي پالیسۍ، د ځورونې ضد اقداماتو، کاري شرایطو او معاشونو په اړه معلومات راټول کړل شوي دي.

په رپورټ کې راغلي چې په خبري رسنیو کې د ښځینه خبریالانو اوسط برخه یوازې ۱۱ فیصده ده او د میډیا ډیری ادارې په انتظامي چوکیو هیڅ ښځینه خبریاله نلري.

په دغه اړه د پاکستان د ښځینه خبریالانو ادارې مشرې ګلثوم نواز رانا د مارچ پر اوومه ناوخته مشال راډیو ته وویل چې په میډیا کې یو ځاي هم صنفي پالیسي عملي نه ده.

ده وویل، "کوم چې د ملازمینو ډیر بنیادي حقونه دي پام ورته نه کیږي. لکه ښځو ته د ماشوم زیږولو نه وروستو رخصتۍ نه ورکول کیږي تر دې حده چې که ودونه یې وشي نو له ملازمته لیری کړل شي. دغه شان د ماشوم زیږولو لپاره د ښځو د ۳ میاشتو رخصتۍ خو له سره څه تصور نشته. پاکستان کې د صنف په بنیاد ډیر بیلتون دی."

نوموړې وویل چې د دوی رپورټ دا وايي چې په ډان غوندی لویه ورځپاڼه کې هم مستقل ښځینه خبریاله نشته او د دې په وینا، په انتظامي کچه ښځینه خبریالانو ته کار نه ورکول کیږي او نه یې ترقي کیږي.

د رپورټ موندنې ښیي، پر دې سربېره چې د وفاقي قانون د لاندی د میډیا هرې ادارې له د ځوروني ضد د تحقیقاتو د کمیټي جوړول لازمي دي خو په ۱۵ ادارو کې یوازی د میډیا دوه ادارې دغه کمیټي لري.

رپورټ په ډاګه کوي چې د ۱۵ خبري سازمانونو څخه ۷۵ فیصده سازمانونه د صنفي تفریق د مخ نیوي پالیسي نلري.

په دغه اړه د یو شخصي ټیلي ویژن د پیښور څانګې مشره فرزانه وایي چې د کار په ځایونو کې له ښځو سره زور زیاتې یو حقیقت دی او د مخ نیوي لپاره یې باید د میډیا ټولې ادارې دغه قانون عملي کړي.

نوموړي زیاتوي چې په خپل دفتر کې یې د جنسی زورونې د مخ نیوی کمیټي هم جوړه کړی ده او په دغه اړه د منظور شوي قانون مهمې نکتې یې هم په نوټس بورډ لګولي دي.

پلټنه ښیي چې د جندر د بیړني حالت د حل لپاره بیړنیو اقداماتو ته اړتیا ده، ځکه چې دا میرمنې ژورنالیزم ته د دوام ورکولو څخه راګرځوي، او د کار په ځای کې یې قانوني حقونه تر پښو لاندې کوي.

په پیښور کې یوه خبریاله زینت وايي چې د دې په نتیجه کې ډیرې نجونه ژورنالیزم لور ته نه راځي او د میدیا په ادارو کې د ښځینه خبریالانو شمیره راکمه شوی ده.

نوموړی زیاتوي چې د پیښور پریس کلب د ۵۰۰ غړیو څخه د ښځو خبریالانو شمیره له ۱۸ ډیره نه ده.

د زینت په وینا په قامي ورځپاڼو او ټي وي چینلونو کې د ښځینه خبریالانو لپاره د کار موقعې لږي دي او ځني خبریالانې د کلتوري بندیزونو له کبله خپل کار له دوام نه شي ورکولی.

څیړنه د خبري سازمانونو، د رسنیو د مدیرانو، مدني ټولنې، خبریالانو د اتحادیې او پالیسي جوړونکو ته وړاندیز کړی دی چې خبري سازمانونه باید داسې پالیسۍ عملي کړي چې د صنف په بنیاد د تفریق او تعصب مخه ونیسي او د ټولو لپاره د کار یو شان ضمینه برابره کړي.

XS
SM
MD
LG