د لاسرسي ځای

تازه خبر

تحريک انصاف وايي له مجلس وحدت مسلمين سره حکومت جوړوي


د تحريک انصاف مخکښ ګوهرعلي خان
د تحريک انصاف مخکښ ګوهرعلي خان

پاکستان تحريک انصاف له مجلس وحدت مسلمين سره د حکومت جوړولو اعلان کړی دی.

د پاکستان تحريک انصاف وياند رووف حسن نن (د فرورۍ پر ۱۳مه) په اسلام اباد کې په خبري غونډه کې وويل چې د خپل مشر عمران خان په لارښوونه یې پرېکړه کړې چې په مرکز او پنجاب کې به له وحدت مسلمین سره په شريکه حکومت جوړوي.

هغه زياته کړه چې په ټاکنو کې یې ملګرواکثریت ترلاسه کړی دی نو ځکه یې د حکومت جوړولو حق دی: "د تحريک انصاف بنسټګر [عمران خان] ويلي دي چي په ګوند کې دننه انتخابات دې زر تر زره وشي. په خېبرپښتونخوا کې مونږ حکومت جوړوو. په وفاق او پنجاب کې به د مجلس وحدت مسلمین سره اتحاد کوو."

د پاکستان د ۲۶۶غړو په قامي اسمبلۍ کې د اکثریت خپلولو لپاره د ۱۳۴ او وفاقي حکومت جوړولو لپاره په پارليمان کې د ۱۶۹ چوکيوو ضرورت دی. د انتخاباتو کمېشن د نتیجو له مخې، د فرورۍ پر اتمه په شويو انتخاباتو کې ازادو امیدوارانو د قامي اسمبلۍ ۱۰۱ چوکۍ ګټلې چې د تحريک انصاف ملاتړ لرونکي پکې ۹۲ دي. تر دوی وروسته، مسلم لیګ (ن) ۷۵، پيپلز پارټۍ ۵۴ او متحده قامومي مومنټ (پاکستان) ۱۷ چوکۍ ګټلې دي.

تحريک انصاف ولې له یو ګوند سره ايتلاف ته اړ دی؟

مجلس وحدت مسلمین په دې ټاکنو کې د قامي اسمبلۍ يوه چوکۍ ګټلې ده. خو د حکومت جوړولو لپاره د ښځو او اقلیتونو ځانګړي سيټونو ته ضرورت وي. د قانون له مخې دا چوکۍ د اخیستو رایو د شمېر په بنیاد په فېصدۍ سره ګوندونو ته ورکول کېږي او ازاد امېدواران یې نه شي ترلاسه کولی. د عدالتي فیصلې وروسته د روایتي بېټ نښې نه درلودو له وجې د تحريک انصاف سیاستوالو په عام انتخاباتو کې د ازادو امېدوارو په توګه ګډون وکړ. له همدې وجې دوی اوس د حکومت جوړولو لپاره د ځانګړیو چوکيوو ترلاسه کولو په خاطر له مجلس وحدت مسلمین او جماعت اسلامي سره اتحاد کوي.

رووف حسن زیاته کړې چې په خیبر پښتونخوا کې به د ځانګړيو چوکيوو ترلاسه کولو لپاره له جماعت اسلامي سره اتحاد کوي. جماعت اسلامي د فرورۍ پر ۱۳مه په يو بیان کې دا وړاندیز تایید کړی او وايي چې تحريک انصاف ته یې مثبت ځواب ویلی دی. د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ د ۱۱۲ څوکیو غیر حتمي نتیجو ترمخه د تحريک انصاف ملاتړ لرونکو ازادو امېدوارانو۹۰، ۷ جمعیت علمای اسلام (ف)، ۵ پاکستان مسلم لیګ (ن)، ۴ پیپلز ګوند، ۲ پاکستان تحریک انصاف پارلېمېنټېریینز او یوه عوامي نېشنل ګوند ګټلې ده.

د پاکستان انتخاباتو کمېشن د فرورۍ پر ۱۱مه شوي اعلان ترمخه، جماعت اسلامي په خیبر پښتونخوا کې ۳ چوکۍ ګټلې وې. خو دې کمېشن د فرورۍ پر ۱۳مه اعلان وکړ چې په ځينو حلقو د رایو شمېرنه بیا وشوه چې له وجې یې د جماعت اسلامي مخکې ګټل شوې چوکۍ د هغوی له لاسه ووتلې. همداراز وحدت مسلمین په پنجاب کې هېڅ چوکۍ نه دي ګټلې. تحريک انصاف نه دي‌ويلي چې په دغو ځایونو کې به یې ایتلاف څنګه رامنځته کېږي؟

د حکومت جوړولو لپاره د مسلم ليګ (ن) او پيپلز پارټۍ خبرې

بل خوا پيپلز ګوند اعلان کړی چې د مسلم ليګ (ن) سره د حکومت په جوړولو کې مرسته کوي او د مسایلو په بنیاد به د راتلونکي حکومت ملاتړ کوي خو وزارتونه به نه اخلي. د دې ګوند مشر بلاول بوټو زرداري د فرورۍ پر ۱۳مه په اسلام اباد کې په یوه خبري غونډه کې وويل چې البته غواړي د ګوند شريک مشر او د هغه پلار، اصف علي زرداري د پاکستان ولسمشر شي. خو نوموړي زیاته کړه چې د ایتلافي حکومت برخه به نه وي.

تر اوسه مسلم ليګ (ن) د پيپلز ګوند د وړاندیز په اړه څه نه دي ويلي خو شهباز شريف په يو بیان کې ويلي‌چې که تحريک انصاف کولی شي نوحکومت دې جوړ کړي. هغه د فرورۍ پر ۱۳مه پر اېکس ليکلي چې که تحريک انصاف خپل اکثریت ثابت کړي نو مسلم ليګ (ن) په اپوزیشن کې کښېيناستو ته تیار دی.

تر دې مخکې د پاکستان پيپلز پارټۍ او مسلم ليګ (ن) مشرانو د اېتلافي حکومت جوړولو په اړه خبرې کړې وې. شهباز شریف د فررورۍ پر ۱۱مه په لاهور کې د پيپلز ګوند له مشرانو بلاول بوټو زرداري او اصف علي زداري سره تر کتنو وروسته په يوه شريکه خبرپاڼه کې وويل چې ملاقات مثبت وو او دواړه ګوندونه سیاسي همکارۍ ته تيار دي.

بلخوا د پيپلز پارټۍ وياند فیصل کريم کونډي جیو نیوز ټېلېوېژن ته ويلي وو چې که مسلم ليګ (ن) بلاول بوټو زرداري ته د وزیراعظم څوکۍ ورکول ومني نو د حکومت په جوړولو ورسره سلا کېدای شي. خو مسلم ليګ (ن) لا د کونډي د دې څرګندونې په اړه څه نه دي ویلي.

د فررورۍ پر ۱۱مه په لاهور کې د مسلم لیګ (ن) مشرانو د متحده قومي موومېنټ پاکستان (اېم کیو اېم پي) له مشرتابه سره هم وکتل. د مسلم لیګ ویاندې مریم اورنګزیب تر غونډې وروسته پر اېکس ولیکل چې د دواړو ګوندونو مشران پر ګډ کار کولو سلا شوي دي.

XS
SM
MD
LG