د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پېښور کمېشنر د بې اسناده افغانانو معلوماتو راټولو امر کړی دی


د يو اېن اېچ سي ار)وينا، په پاکستان کې دا مهال شاوخوا ۱۴ لکه راجسټر افغان کډوال مېشت دي او شاوخوا همدومره شمېر ناراجسټر افغانان ژوند کوي.: انځور له ارشیفه
د يو اېن اېچ سي ار)وينا، په پاکستان کې دا مهال شاوخوا ۱۴ لکه راجسټر افغان کډوال مېشت دي او شاوخوا همدومره شمېر ناراجسټر افغانان ژوند کوي.: انځور له ارشیفه

د پېښور ډېوېژن انتظامي مشر د پینځو ضلعو چارواکو ته د بې اسناده افغانانو په اړه د معلوماتو غونډولو امر کړی دی.

د پېښور ډېوېژن د کمېشنر ویاند فېروز شاه د اکتوبر په ۱۹مه مشال راډیو ته وویل چې ضلعي انتظامیې به ټول معلومات ورسپاري چې چارواکي د نومبر له لومړۍ نېټې څخه د بې اسناده افغانانو د ستنولو بهیر پیل کړي."د پېښور ډېوېژن چې پینځه واړه اضلاع دي – پېښور، چارسده، نوښار، مومند او خیبر – د هغو ډېپټي کمېشنرانو (انتظامي مشرانو) ته خصوصي امر شوی دی او ورڅخه رپورټ غوښتل شوی دی."

فېروز شاه زیاته کړه چې بې اسناده افغانان به لومړی په لنډمهالو کېمپونو کې ساتي او بیا به یې هېواد ته ستنوي.

له پاکستانه افغان کډوال وطن ته ستنېږي: انځور اکتوبر ۶، کال ۲۰۲۳ز
له پاکستانه افغان کډوال وطن ته ستنېږي: انځور اکتوبر ۶، کال ۲۰۲۳ز

د اکتوبر پر ۱۶مه په پېښور کې د کمېشنر له دفتره په خپره شوې یوه خبرپاڼه کې ویل شوي وو چې دا کېمپونه به په حاجي کيمپ، ازاخيلو او څوکنو کې جوړېږي او تر ۳۱م اکتوبر وروسته به افغانستان ته د ستنولو لپاره هغه کډوال پکې ساتل کېږي چې قانوني اسناد نه لري.

په همدې حال کې لسګونو پخوانیو امریکايي ډېپلوماټانو، چارواکو او د کډوالو د حقونو فعالانو له پاکستانه غوښتي دي چې هغه افغانان دې نه باسي چې امریکا ته د تګ لپاره د ویزو ترلاسه کولو په انتظار دي. هغوی دا غوښتنه په هغه پرانیستي لیک کې کړې چې د اکتوبر په ۱۹مه خپور شو.

د اکتوبر پر ۱۶مه په پېښور پريس کلب کې د دوو مدني او هنري ټولنو "مفکورې" او "هنرې ټولنې" تر سیوري لاندې ګڼګونديزې غونډې پر حکومت غږ کړی چې افغان کډوال دې په زوره له پاکستانه نه باسي. د "امن، د افغان کډوالو ستونزې او حللارې" تر عنوان لاندې په جوړه شوې دې غونډه کې د ملتپالو او مذهبي ګوندونو د استازو تر څنګ د مدني ټولنو فعالانو او افغان هنرمندانو هم ګډون کړی وو.

د مفکورې او هنري ټولنې په نوښت د اکتوبر په ۱۶مه پېښور پرېس کلب کې د افغان کډوالو په موضوع ټولګوندیزه غونډه وشوه.
د مفکورې او هنري ټولنې په نوښت د اکتوبر په ۱۶مه پېښور پرېس کلب کې د افغان کډوالو په موضوع ټولګوندیزه غونډه وشوه.

د مفکورې مشر حیات روغاني مشال راډيو ته وويل چې د ترهګرۍ د زیاتې شوې څپې او د افغانستان او پاکستان تر مينځ د خرابو اړيکو په تناظر کې دې افغان کډوال نه ځورول کېږي.

تر دې وړاندې مفکورې او هنري ټولنې په پېښور های کورټ کې یو درخواست هم داير کړی وو چې پکې د افغان هنرمندانو د نه ځورولو غوښتنه پکې شوې وه.

په همدې حال کې د پېښور های کورټ ځینو وکیلانو د اکتوبر پر نهمه له پاکستانه په زور د افغانانو د ایستلو پرضد په هغه عدالت کې درخواست دایر کړ. هغه وکیلان وايي چې اسلام اباد باید هغو افغانانو ته د پاکستان شهریت ورکړي چې د تابعیت شرطونه پوره کوي.

دا له هغه وروسته ده چې د پاکستان د کورنيو چارو وزير سرفراز بګټي د اکتوبر پر درېيمه په اسلام اباد کې يوې خبري غونډې ته د وينا پر مهال په هغه هېواد کې مېشت ټولو اسناد نه لرونکو کډوالو ته امر وکړ چې د نومبر تر لومړۍ نېټې دې په خپله خوښه ووځي.

تر هغه وړاندې، د سېپټېمبر پر ۱۵مه، د پاکستان لنډمهالي وزیراعظم انوارالحق کاکړ وویل چې په غیر قانوني توګه مېشت افغانان له هېواده باسي، چې بيا وروسته په پاکستان کې د افغانانو د نیولو لړۍ تنده شوه او پوليسو سلګونه افغانان ونیول.

په پاکستان کې پولیسو له تېر سېپټېمبر راهیسې سلګونه افغانان نیولي دي او ځینې یې هېواد ته ستانه کړي دي. حکومت ویلي دي چې ټول بهرني وګړي، چې اکثریت یې افغانان دي، دې د روانې میاشتې تر پای پورې پاکستان پرېږدي. اسلام اباد وايي، د نومبر له لومړۍ نېټې څخه بهرنیان په زور له هېواده باسي.

په ۲۰۲۱ز کال کې پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته امریکا او نورو غربي هېوادونو ته د تګ لپاره زرګونه افغانان پاکستان ته ورغلل.

اخوا د پاکستان دولتي راډیو د اکتوبر په ۱۹مه وویل چې له هېواده د بې اسناده بهرنیو وګړو د وتلو بهیر روان دی. راډیو زیاتوي چې تر اوسه پورې ۴۸،۵۰۰ افغانان خپل هېواد ته ستانه شوي دي. راډیو پاکستان لیکلي چې دا کډوال په تورخم او چمن کې له پلټلو وروسته افغانستان ته ستېږي او افغان کمېشنرېټ ورته لازم اقدامات کړي دي.

د ملګرو ملتونو په ګډون د بشري حقونو یوشمېر کورنیو او نړیوالو سازمانونو د اسلام اباد پر اقدام نیوکې کړې دي. خو د پاکستان لنډمهالي حکومت د لکونو بې اسناده افغانانو په ګډون ټولو بهرنیانو ته د اکتوبر تر ۳۱مې پورې د هېواد پرېښودو امر کړی دی.

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (يو اېن اېچ سي ار) په وينا، په پاکستان کې دا مهال شاوخوا ۱۴ لکه راجسټر افغان کډوال مېشت دي او شاوخوا همدومره شمېر ناراجسټر افغانان ژوند کوي.

XS
SM
MD
LG