د لاسرسي ځای

تازه خبر

قاضي فایز عیسی د پاکستان نوی چيف جسټس مقرر شو


قاضي فايز عیسی په قامي اسمبلۍ کې د وينا په وخت - انځور له ارشیفه
قاضي فايز عیسی په قامي اسمبلۍ کې د وينا په وخت - انځور له ارشیفه

د پاکستان ولسمشر عارف علوي د سپریم کورټ مشر قاضي، جسټس فایز عیسی د پاکستان د راتلونکي چیف جسټس په توګه ټاکلی دی.

نن د جون پر ۲۱مه، د ولسمشر علوي دفتر په دې اړه يو امرنامه (نوټيفېکیشن) خپور کړی دی. د ولسمشر دفتر ويلي‌چې قاضي فايز عیسی به سږکال د سيپتمبر پر ۱۷مه، کله چې د موجوده چيف جسټس عمر عطا بندیال د کار موده ختمه شي، په خپله دنده پيل کوي.

د پاکستان رسنيوو په دې وروستيوو کې ليکلي وو چې د مسلم ليګ (ن) په مشرۍ ايتلافي حکومت ښايي قاضي فايز عیسی د راتلونکې چيف جسټس په توګه وټاکي. نوموړی د اپريل په مياشت کې قامي اسمبلۍ ته د وينا لپاره هم وربلل شوی وو. په هغه وينا کې،‌ قاضي عیسی وويل چې غوره به دا وي چې عدالتونه په سياسي او حکومتي چارو کې مداخله ونکړي.

قاضي فايز عيسی څوک دی؟

جسټس فایز عیسی د پاکستان په بېلابېلو عدالتونو، وفاقي شرعي عدالت او سپریم کورټ کې ۲۷ کاله د وکیل او قاضي په توګه کار کړی دی. نوموړی د ۱۹۵۹ کال د اکتوبر پر ۲۶مه نېټه د بلوچستان په سرښار کوټه کې زیږيدلی دی.

د فایز عیسی کورنۍ اصلاً د بلوچستان صوبې د پشين ضلعې ده. دوی له افغانستانه هلته ورغلي او اباد شوي دي. د نوموړي پلار جسټس محمد عیسی هم مشهور وکيل او قاضي وو. محمد عیسی په بلوچستان صوبه کې لومړی کس وو چې په لندن کې یې د بار-ایټ لا اعلا سند ترلاسه کړ او بلوچستان ته تر ستنېدو وروسته یې د ال انډيا مسلم ليګ په جوړولو کې مرسته وکړه. جسټس محمد عیسی د پاکستان بنسټګر محمد علي جناح نیږدې دوست ګڼل کېده.

قاضي فايز عیسی او د هغه مېرمن سرينا عیسی په دې وروستيوو کې په بېلابېلو خبرونو کې وو. ولسمشر عارف علوي د هغه په خلاف، د وزیراعظم عمران په سپارښتنه په ۲۰۱۹ز کال کې د دې هېواد سترې قضايي شورا (سپريم جوډيشل کونسل) ته درخواست لېږلی وو. په درخواست کې پر فایز عیسی تور پورې شوی وو چې هغه په خپلو اثاثو کې په بهرني هېواد کې خپل شته جايدادونه په ډاګه کړي نه دي.

فایز عیسی دا تورونه رد کړي وو. هغه ولسمشر ته په لېږل شويو ليکونو کې دريځ خپل کړی وو چې په لندن کې جايدادونه د هغه د اولاد او مېرمن په نامه دي او هغوي د ده له کفالته بهر دي. دا مقدمه له يو کال زیات وخت پورې وچلېده چې بلاخره يې د هغه په حق کې فيصله وشوه.

د چيف جسټس عهده او اوسني سياسي حالات

د پاکستان سياست لپاره د چيف جسټس عهدې د ارزښت له وجې پر دې چوکۍ د ناست کس په اړه اکثره وخت بحثونه کېږي. دا بحثونه تر هغه وروسته ډير شول چې په تېرو څو مياشتو کې اوسنی چيف جسټس عمر عطا بندیال پخواني وزيراعظم او د تحريک انصاف مشر عمران خان ته په ګڼو مقدمو کې ضمانتونه ورکول پيل کړل.

دې کار د ايتلافي حکومت چارواکي خفه کړي او د چیف جسټس بندیال سره یې په ډاګه مخالفت ښوولی دی. وزيراعظم شهباز شريف بنديال د پخواني وزیراعظم عمران خان سره په خواخوږۍ ساتلو تورن کړی وو. له همدې امله د دې ګوند مخکښې مريم نواز له بندیال څخه د استعفا کولو غوښتنه کړې وه. خو چيف جسټس پر ځان لګيدلي تورونه رد کړي او وايي د هېڅ ګوند يا سیاستوال ملاتړ نه کوي.

تر قاضي بنديال مخکې د پاکستان چيف جسټس ثاقب نثار وو. له هغه سره هم د مسلم ليګ (ن) اړيکې ښې نه وي. ثاقب نثار د درغليوو په يوه مقدمه کې د پاکستان درې ځلې وزیراعظم پاتې شوی سیاستوال نواز شريف نااهل اعلان کړی وو.

چيف جسټس ثاقب نثار په خپل حکم کې ويلي وو چې نواز شريف د ټول عمر لپاره کومه دولتي دنده نه شي اخیستلی او په سیاسي فعاليت هم پرې بندیز دی. نواز شريف د درغليوو تورونه رد کړي او د ثاقب نثار پرېکړه یې سیاسي سازش بللی.

د پاکستان پر سياست نظر ساتونکو مبصرينو په اوس وخت کې د چيف جسټس په توګه د قاضي فايز عیسی مقرري مهمه بللې ده. خبریال کامران شاهد پر ټويټر ليکلي چې دا يوه تاريخي پرېکړه ده. خبریالې ريحام خان پر ټويټر ليکنه کې هيله ښوولې چې د جمهوري‌اقدارو لپاره پيطندل شوی، قاضي فایز عیسی د خلکو هيله پوره او خپله دنده په ښه توګه پرمخ يوسي.

د يادونې ده چې قاضي عیسی به په سيپتمبر کې په داسې حال کې خپله دنده پيلوي چې د قانون ترمخه، تر هغه يوه مياشت وروسته، د اکتوبر په میاشت کې په پاکستان کې عام انتخابات کېدونکي دي.

XS
SM
MD
LG