د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان حکومت د نوي مالي کال بجټ وړاندې کړ


اېتلافي حکومت خپل لومړی بجټ پر داسې مهال وړاندې کړی چې په وروستیو کې پاکستان کې ګراني خورا زیاته شوې - پخوانی انځور
اېتلافي حکومت خپل لومړی بجټ پر داسې مهال وړاندې کړی چې په وروستیو کې پاکستان کې ګراني خورا زیاته شوې - پخوانی انځور

د پاکستان د مالیې وفاقي وزیر اسحاق ډار د ۲۰۲۳ – ۲۰۲۴ز کال لپاره د ۱۴ اعشاریه ۵ ټریلینه روپو بجټ قامي اسمبلۍ ته وړاندې کړ.

د سپیکر راجا پرویز اشرف په مشرۍ د جون پر نهمه د قامي اسمبلۍ غونډې ته په وینا کې اسحاق ډار وویل چې په بجټ کې یې کوم نوی ټیکس نه دی لګولی او د پرمختیايي پروژو لپاره یې ۱۱۵۰ اربه روپۍ ځانګړې کړې دي.

د نوموړي په وینا، په بجټ کې د لوړو زده کړو لپاره ۱۳۵ اربه روپۍ او د دفاع لپاره ۱۸۰۵ اربه روپۍ ځانګړې کړل شوې دي.

په بجټ کې د وفاقي سرکاري ملازمینو تنخاګانې هم تر ۳۵ فیصده لوړې کړل شوې دي. دا راز د بې نظیر انکم سپورټ پروګرام بجټ د ۲۶۰ اربه روپو څخه ۴۰۰ اربه روپو ته لوړ کړل شوی دی.

د پاکستان د مالیې وزیر اسحاق ډار بجټ وړاندې کړ: د ارشیف انځور
د پاکستان د مالیې وزیر اسحاق ډار بجټ وړاندې کړ: د ارشیف انځور

د ځوانانو لپاره د وزیراعظم د قرضو د پروګرام لپاره ۱۰ اربه روپي، د لوړ زده کړو د کمېشن د مصرف لپاره ۶۵ اربه روپۍ او د کمېشن د پرمختیايي خرڅ لپاره ۷۰ اربه، لیپ ټاپ سکیم لپاره ۱۰ اربه روپۍ، د ښځو د پرمختیا لپاره ۵ اربه روپۍ او د بجلۍ د پیداوار او وېش د نظام د ښه کولو لپاره ۱۰۷ اربه روپۍ ځانګړې کړل شوې دي.

وفاقي حکومت دا بجټ په داسې حال کې وړاندې کړی چې لا د ايي اېم ایف سره د قرضو پروګرام نه دی بشپړ شوی. وزیراعظم شهبازشریف د جون په اتمه په اسلام اباد کې د وفاقي کابینې غونډې ته وویل چې د پیسو نړیوال صندوق (ايي اېم اېف) سره د لوظنامې لپاره یې ټول شرطونه منلي دي او هیله ده چې د قرضو لپاره به نهمه بیا کتنه روانه میاشت منظوره شي.

په دې بجټ کې د منځني او کم امدن خلکو لپاره څه اسانتیاوې اعلان شوي؟ د دې پوښتنې په ځواب کې، په اسلام اباد کې د اقتصادي چارو شنونکي او خبریال طاهر شیراني مشال راډیو ته وویل چې د حکومت سره د بجټ د خسارې پوره کولو لپاره پیسې نشته او وېره ده چې په راتلونکو میاشتو کې د شیانو بیې نورې هم لوړې شي.

نوموړی وايي: "چې کوم بنیادي شیان دي په هغې کې چیني، دال، وریژې، غوړي او وړه شامل دي چې حکومت پرې سبسیډي ورکړې ده او په یو ټیلیټي سټورونو کې به ترلاسه کېږي خو په مارکیټ کې د یوټیلیټي سټورونو برخه یوازې پنځه فیصده ده. ځکه به اکثریتي خلک له دغه پیکجه فایده نه شي اخیستی. چې کوم د بجلۍ بنیادي نرخ دی، هغه حکومت ۷ روپۍ او ۹۱ پیسې د یونټ په سر زیات کړی دی او په بجلۍ باندې د ۳ روپو ۳۹ پیسو اضافي ټیکس یې لګولی دی. دغه شان د ګیسو بیې هم لوړې کړل شوې دي. حکومت سره بله لاره نشته او راتلونکی کال به د بجلۍ او ګیسو په قیمتونو کې نوره هم اضافه کوي."

د اقتصادي چارو پوهان وايي چې د حکومت سره د بجټ د خسارې پوره کولو لپاره پیسې نشته او ویره ده چې په راتلونکو میاشتو کې د شیانو بیې نورې هم لوړې شي.

د خزانې وزیر اسحاق ډار بجټ په داسې حال کې وړاندې کړ چې پاکستان د اقتصادي ستونزو سره مخ دی، په روان کال کې د شیانو د بیو لوړېدو شرح ۳۸ سلنه زیاته شوې ده او د ايي اېم اېف سره د قرضو پروګرام د یو شمېر خنډونو سره مخ دی.

د نوی بجټ په اړه په اسلام اباد کې د اقتصادي چارو یو شنونکی ډاکټر غلام صمد وايي چې دا د خرچو بجټ دی او تراوسه دا سپیناوی نه دی شوی چې دا دومره پیسې به حکومت ته له کومه راځي؟ نوموړي وویل: "زمونږ چې کوم پرمختیايي پروګرام دی نو هغه حکومت خواوشا ۱۰۰۰ اربه روپو ته رسولی دی. د دې لپاره به دوی پانګې له کومه راوړي؟ د دې د ایښودو مرام دا دی چې د قامي اسمبلۍ غړیو ته د پرمختیايي کارونو په نامه په کروړونو روپۍ ورکړل شي. دوی چې د انرژۍ په مد کې کومه سبسیډي ایښې ده هغه ریښتیني نه ده او پانګې پیدا کول به ورله ستونزمن وي. دا هر څه دوي ځکه کوي چې د انتخاباتو کال دی."

وزیراعظم شهبازشریف هیله څرګنده کړه چې د پیسو نړیوال صندوق (ايي اېم اېف) به د قرضو ځنډیدلی پروګرام بیا پیل کړي ځکه چې پاکستان د اقتصادي ستونزو باوجود "ټول" مخکیني شرایط پوره کړي دي.

نوموړي د جون پر نهمه د وفاقي کابینې غونډې ته په وینا کې زیاته کړه، هیله من دی چې د ايي اېم اېف سره به د قرضو د پروګرام لپاره نهمه بیا کتنه ترسره شي. په داسې حال کې چې د نومبر په میاشت کې عام انتخابات ترسره کېږي، پاکستان د قرضو لپاره د ايي اېم اېف راضي کولو ته اړتیا لري.

په عین حال کې ايي اېم اېف ویلي چې د قرضو د روان پروګرام تر عملي کېدو مخکې هڅه کوي چې د پاکستان کرنسي مارکیټ او اړوندو معاملو په اړه د اندېښنو لرې کولو لپاره د پاکستاني چارواکیو سره همکاري وکړي. ټاکل شوې چې د ايي اېم اېف پروګرام په روانه میاشت کې پاي ته ورسېږي.

د اسعارو د ارزښت له ټیټیدو وروسته، د روپۍ قیمت سږکال له ۲۰ فیصده څخه ډېر ټیټ شوی دی او په پاکستان کې د شیانو بیې ۳۸ فیصده لوړې شوې دي.

بلخوا د پاکستان تحریک انصاف د اقتصادي ډلې غړي حماد اظهرویلي چې د حکومت لخوا په وفاقي بجټ کې ټاکل شوي ټول هدفونه "مصنوعي او غیر حقیقتي دي". نوموړي پرون (د جون پر نهمه) پخپله ټویټر پاڼه ولیکل چې د اقتصادي ودې لپاره ټاکل شوي هدفونه، د مالیو راټولول، د انفلاسیون کچه، درامدات، په مالي مسوده کې نه دي لیکل شوي ځکه چې دا د "حقیقت سره هیڅ تړاو نلري".

XS
SM
MD
LG