د لاسرسي ځای

تازه خبر

پوهان وايي د سېلاب او نورو قدرتي افتونو ترشا د اقليمي بدلون لاس دی


په بلوچستان کې سېلاب
په بلوچستان کې سېلاب

په پېښور پوهنتون کې د ماحولياتي زده کړو مرکز يو استاد ډاکټر حزب الله وايي، د کره ارض د تودوخې درجې لوړېدو له وجې په موسمونو کې تغير راغلی چې په نتيجه کې يې، د ده په خبره، موږ د بېلا بېلو قدرتي ناورينونو شاهدان يو.

پاکستان په تېرو ۱۲ کلونو کې دوه ځل د لويو سېلاوونو شاهد واوسېد. سږنی، يانې د ۲۰۲۲ز د اګست مياشتې سېلاب د ۲۰۱۰ز تر هغه زيات، لوی او خطرناک ګڼل کېږي.

د ساينس او ماحولياتي چارو پوهان وايي، په نړۍ کې د ډېرو بارانونو، سېلاوونو، تېزو هواګانو، وچکاليو او پر ځنګلونو د اورونو لګېدو پېښو ترشا د اقليمي بدلون لاس دی.

په پېښور پوهنتون کې د ماحولياتي زده کړو مرکز يو استاد ډاکټر حزب الله وايي، د ځمکې د تودوخې درجې لوړېدو له وجې په موسمونو کې بدلون راغلی چې په نتيجه کې يې، د ده په خبره، قدرتي ناورينونه ليدل کيږي.

د تودوخې درجې د لوړېدو له وجې په موسمونو کې بدلون راغلی او قدرتي افتونه ډير شوي دي
ډاکټر حزب الله

هغه زیاتوي: "نړۍ دومره زياته ګرمه شوې چې ټول موسمونه يې راته ګډوډ کړي دي. د باران د ورېدو لار په مکمله توګه بدله شوې. اوس په هغو مياشتو کې باران نه کېږي چې مخکې به ډېر پکې کېده. په کومو سيمو کې چې مخکې وچکالي وه، هلته اوس بارانونه ډېر کېږي. د بلوچستان مثال به واخلو چې پخوا وچکالۍ او اوس سېلاوونو وځپه. د پاکستان په هره صوبه کې د اقليمي بدلون واضح اثرات مخې ته راغلي. ښکاره خبره ده چې د اقليمي بدلون اغېزې به په هغو ملکونو کې ډېرې ليدل کېږي چې حکومتونه يې د مخنيوي هڅې نه کوي."

په پاکستان کې د قدرتي افتونو پر وخت د انتظام قامي ادارې د اګست ۳۱مې په خپل رپورټ کې ويلي چې په دې هېواد کې د سېلاب له لاسه د وژل شويو کسانو شمېر ۱۱۶۲ ته رسېدلی. د پاکستان اوسني سېلاب د هېواد په څلورو واړو صوبو کې د سرکونو، پلونو او ډيمونو ويجاړولو ترڅنګ عامو خلکو ته ځاني او مالي تاوانونه اړولي دي.

په پېښور کې د ماحولياتي چارو يو بل پوه ډاکټر شفيق الرحمان وايي چې د اب و هوا بدلون د پاکستان ترڅنګ د سيمې او غربي نړۍ يو شمېر هېوادونه هم زښته ځپلي.

د نوموړي په خبره، د نړۍ له ګرمېدو سره به د قدرتي افتونو لړۍ دوام ومومي."مخکې به ويل کېدل چې لوی سېلاب په ۱۰۰ کالو کې يو ځل راځي. خو موږ وکتل چې يوازې په پاکستان کې په تېرو ۱۲ کلونو کې دوه لوی سېلاوونه راغلل. افغانستان هم روان دوبی سېلاوونو وځاپه. په هند، بنګله ديش، ايران او عمان کې هم سېلاوونه راغلل. دا عادي حالات نه دي. موږ ته معلومه ده او ساينس هم دا راته وايي چې د دنيا له ګرمېدو سره به د ګرمۍ سختې څپې، بارانونه او سېلاوونه راځي. موږ په اروپا، امريکا او اسټراليا کې وليدل چې ځنګلونو اور واخيست. په پاکستان کې هم په وروستيو کېپر ځنګلونو اورونه بل شول. د ګرمۍ له زیاتېدو سره ګلېشيرونه او ورېځې وشلېږي او تېز بارانونه او سېلاوونه راشي.

دا چې د نړۍ د تودوخې مسالې د حل لپاره په نړيوال کچ څه روان دي او ولسونه په دې برخه کې څه کولی شي؟ د دې پوښتنې په ځواب کې د پېښور پوهنتون د ماحولياتي زده کړو د مرکز استاد ډاکټر حزب الله وايي، د نړۍ ځواکمن هېوادونه بايد له خپلو کارخانو د تاواني ګيسونو د وتلو موضوع ته ځانګړې پاملرنه او د زیان مخنيوي لپاره یې عملي ګامونه واخلي.

نوموړی زیاتوي: "د نړۍ يو هېواد هم په دې برخه کې، هغه رنګ چې لازمه ده، تعاون نه کوي. ځينې کارخانې ګرين هاوس ګيسونه خارجوي. له هغو څخه يو کاربن ډايي اکسايډ دی. دا زياتره له کارخانو او د ګاډو له لوګو نه پيدا کېږي. د پاکستان په څېر مخ په ترقۍ يو شمېر ملکونو د ګرين هاوس ګيسونو د اخراج د مخنيوي نړيوالې لوظنامې لاسليک کړي، خو دا کار بيا مالدارو هېوادونو نه دی کړی. هغوی يو رقم اجاره داري جوړه کړې چې هم دوی به توليدات کوي او نور ملکونه به يې ترې اخلي. حکومتونو د تاواني ګيسونو د اخراج د مخنيوي قوانين هم جوړ کړي خو پر هغو عمل نه کېږي. دا قوانين بايد نور هم سخت او کارخانه دار پابند وګرځول شي چې کاربن ډايي اکسايډ به هوا ته نه خوشی کوي. حکومتونه بايد ځنګلونو او ونو بوټو لګولو ته مخه کړي. ولسونه په دې کار کې مرسته کولی شي.

ټاکل شوې چې ملګري ملتونه راتلونکې نومبر مياشت د مصر په قاهره کې د اقليمي بدلون پر موضوع يو نړيوال کنفرانس جوړ کړي. د پاکستانۍ ډان ورځپاڼې په حواله د دې کنفرانس په تړاو د پاکستان په مرکزي حکومت کې د اقليمي بدلون چارو وزيرې شېري رحمان د ۲۰۲۲ز د جولای پر ۱۹مه په يو بيان کې ويلي چې اقليمي بدلون پاکستان له لويو او خطرناکو چېلنجونو سره مخامخ کړی دی.

نوموړې نه يوازې د اب و هوا په اړه نړيوالې ايجنډا ته له نوي سره د کتنې غوښتنه کړې بلکې پر ځواکمنو هېوادونو يې غږ کړی دی چې د اقليمي بدلون مسلې د حل لپاره خپلې ژمنې په عمل کې ثابتې او له مخ په ودې هېوادونو سره مالي مرستې وکړي.

XS
SM
MD
LG