د لاسرسي ځای

تازه خبر

د جنسي تېري ښکار زېنبې قاتل زندۍ کړل شو


د پاکستان پنجاب صوبې په قصور ښار کې تر جنسي تېرې پس د وژل شوې شپږ کلنې زېنبې قاتل عمران علي ته د لاهور په کوټ لکپت زندان کې نن د چارشنبې ګهیځ پانسۍ ورکړل شوه.

د جېل چارواکو په وینا پر دې مهال د زېنبې پلار امین انصاري هم موجود وو. نوموړي له رسنیو سره په خبرو کې وویل چې له سزا مطمینه ده خو بیا به هم په پارلېمان فشار اچوي چې د جنسي تېري ککړو ته دې پر چوکونو سزاګانې ورکړل شي چې دغه ډول د جنسي تېري مخنیوی وشي.

د زینبې پلار امین انصاري
د زینبې پلار امین انصاري

د ۲۰۱۷م کال په دولسم اکتوبر د ترهګرۍ مخنیوي عدالت د ملزم عمران علي د مرګ وارنټ جاري کړی وو.

د سږني کال په فېبرورۍ میاشت کې مجرم عمران علي ته د زېنب پشمول له اتونورو ماشومانو نجونو سره د جنسي زیاتي په کېس کې د مرګ سزا اورول شوې وه.

د قصور ضلعې زېنب د روان کال په څلورم جنوري بې درکه شوې وه او نهه جنوري یې مړی له یوه ډېرانه ترلاسه شوی وو.

د دې کېس چیف جسټس ثاقب نثار ازخود نوټس اخستې و.

پاکستان کې وخت په وخت ماشومانو سره د جنسي زیاتۍ کېسونه مخې ته راځي خو په وړومبي ځل د ولس په فشار داسي یو مجرم ته سزا ورکړې شوه.

د ماشومانو د حقونو ادارې ساحل په وینا چې د روان کال وړومبۍ میاشتې نه تر اګست پورې په قصور ضلع کې ماشومانو سره د جنسي زیاتې یو کم اتیا کېسونه مخې ته راغلې او غونډ ملک نه په وړومبۍ شپږو میاشتو کې د ماشومانو پرضد د تشدد درویشت سوه او دویشت کېسونه مخې ته راغلي ول چې پکې د جنسي تشدد درې سوه او شپېته کېسونه ول.

د ساحل ویاند ممتاز حسېن ګوهر وایي ډېره ښه خبره ده چې لنډ وخت کې مجرم ته سزا ورکړې شوه خو پکار ده چې د نورو کېسونو فېصلې هم وکړې شي.

''د ماشومانو د حقونو فعال په توګه دا ګڼم چې دا یو اهم او مثبته ګام دی. زموږ په قانون کې موجود کومې سزاګانې دې د هغې په حساب مجرمانو ته سزا ورکولو پکار ده خو دې سره سوال دا دی چې د زېنب د پېښې پس نور مجرمان چې په مختلفو عدالتونو کې دي نو آیا هغې سره به هم داسي سلوک کېږي.''

د ماشومانو د حقونو فعال ارشد محمود وایي چې د جنسي زیاتې پېښو مخنیوي لپاره کار پکار دې چې زېنب غوندې پېښې ونشي او نورې ماشومانې بچ کړو، دې کې د ټولنې، مور او پلار، د استادانو او چم ګاونډ کې د اوسیدونکي اهم کردار دی او بل دا چې ماشومانو ته د خپلځان د حفاظت طریقې وښودل شي.

د قصور ضلعې د شپږ کلنې زېنب سره د جنسي زیاتې او وژنې پس د پاکستان اولس مجرم ته د سختې سزا ورکولو غوښتنه کړې وه او دا غوښتنه يې هم لرله چې د جنسي زیاتې کېسونو مخنیوي لپاره قوانین نور هم سخت کړې شي.

XS
SM
MD
LG