د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې د ماشومانو ځورونه جدي ستونزه ګرځېدلې


د نهې په ورځ د لاهور های کورټ د قصور د اوه کلنې ماشومې زینب په کېس کې ملزم عمران علي ته د ترهګرۍ ضد عدالت لخوا اورول شوی فیصله برقرار ساتلې ده او د عدالت د فیصلې خلاف د هغه اپیل یې رد کړی دی.

د زینب د قتل او جنسي زیاتي کېس کې د ترهګرۍ ضد عدالت د فبرورۍ پر ۱۷مه ملزم عمران علي ته د ډي این اې ټیسټونو تر تصدیق وروسته د مرګ سزا اورولې وه.

د دې تر څنګ ورته د عمر قید او اووه کاله بند سزا هم اورول شوی وه.

په عین حال کې هم د نهې په ورځ د ترهګرۍ صد عدالت د بلوچستان د یوې اووه کلنې ماشومې سحر بتول د وژنې او جنسي تېرۍ په کېس کې ملزم جنید شهزاد ته د مرګ سزا اورولې.

د دغه ماشومې مړی په ۲۰۱۴م کې د خځلې له ډيرانه موندل شوی و.

د ماشومانو د حقونو لپاره کارکونکی ارشد محمود وايي پر ماشومانو د جنسي تیرۍ کېسونو شمېر ورځ تر بله سېوا کېږي.

نوموړی وایي د عدالتونو دغه فیصلې یو ښه ګام دی خو د ماشومانو د خوندي ساتلو لپاره پکار ده چې د داسې پېښو مخنیوی وشي.

ده وویل، دا عدالتي فېصلې خو ښه فیصلې دي خو که موږ وګورو چې له ماشومانو سره د جنسي زیاتي نورو کېسونو کې عدالتي کاروايي په تېزۍ سره نه کېږي.

نوموړی زیاتوي،په مجموعي ډول پکار دي چې د ماشومانو د تحفظ نظام کې ښه والی راوستل شي. د ماشومانو خلاف شوي داسې جرمونه دې ژر حل کړل شي خو ورسره يې مخنیوې هم پکار ده.

د نوموړی په وینا، د هغې لپاره ضروري ده چې د ماشومانو د تحفظ نظام مضبوط کړل شي او په داسې پېښو کې کمې راوستل شي.

په پېښور کې د ماشومانو د حقونو لپاره یوه بله کارکونکی شهوانه شاه وايي که څه هم په پاکستان کې د ماشومانو د تحفظ په اړه قوانین شته او قامي ادارې هم موجودې دي چې د ماشومانو خوندیتوب باوري کړي خو د هغو قوانینو سم عملي کېدل پکار دي.

شهوانه وايي چې د پخوا پرتله اوس حالات په بدلېدو دي او میډیا او سوشل میډیا په خلاصه د داسې واقعاتو خلاف غږ پورته کوي.

نوموړې زیاتوي، مخکې هم قوانین وو خو مسله یې د عملي کېدو او د پوهاوي وه. خو اوس خلک پوهه شوي دي او چې کله د ماشومانو د جنسي ځورونې یا نورې پېښې مخې ته راځي نو په اړه یې خبرې کوي. میډیا، مدني ټولنه او سوشل میډیا ورباندې خبرې کوي نو ځکه بیا عدالت او حکومت ګامونه پورته کړي.

دا وخت په خیبر پښتونخوا کې د ماشومانو د تحفظ او خېرښېګړې ایکټ ۲۰۱۰م، په بلوچستان کې د ماشومانو د تحفظ او خېرښېګړې ایکټ ۲۰۱۷م، د سند چایلډ پروټيکشن اینډ اتهارټي ایکټ او په وفاقي سطح کرمینل لا امینډمنټ ایکټ ۲۰۱۷م موجود دي.

په پاکستان کې د ماشومانو د حقونو لپاره کارکوونکی سازمان ((ساحل)) د کلني راپور له مخې په تېر يوه کال ۲۰۱۷م کې د ماشومانو د ځورونې ۴۱۳۹پېښې رامنځ ته شوي دي چې د ۲۰۱۶ م پرتله ۱۰ فيصده زياتوالی پکې راغلی دی.

XS
SM
MD
LG