د لاسرسي ځای

تازه خبر

'د ورکو کسانو پر مسله له استخباراتي چارواکو پوښتنې کوو'


د سېنېټ د بشري حقونو کمېټۍ د ورکو کسانو پر مسله د استخباراتي ادارو او اېف سي له چارواکیو پوښتنې کوي.

د سينيټ بشري حقونو کمېټۍ ويلي چې دوی به پر دې معامله له هغو کسانو مخامخ پوښتنې کوي چې له ورکېدو پس بیرته کورونو ته ستانه شوي دي. دغه کمېټۍ دا پرېکړه هم کړې چې د پاکستان استخباراتي ادارو غړي او د اېف سي چارواکي به هم په دې اړه د پوښتنو ګروږنو لپاره ورغواړي.

د زيارت په مازیګر د سېنيټرې نسرین جلیل په مشرۍ د کمېټۍ غونډه کې پرېکړه شوې، لومړی به هغه کسان تر تړلو دروازو شا ته وربولي چې له ورکېدو وروسته خوشې کړل شوي دي او له هغوی به معلوموي چې چا تښتولي ول. دوی وویل، تر دې وروستو به د استخباراتي ادارو او اېف سي چارواکي راغواړي او ورڅخه به په دې اړه پوښتنې کوي.

پاکستان کې د لادرکه کولو پېښې زياتې شوې: اېمنسټی انټرنېشنل

د دې غونډې په اړه د سېنېټ د بشري حقونو کمېټۍ يو غړي مفتي عبدالستار د جمعې په ورځ مشال رېډيو ته وويل، ټول غړي پر دې سلا شوي چې اوس د استخباراتي ادارو او اېف سي چارواکي ورغواړي ځکه چې د حکومت له خوا کوم خاص ګامونه په نظر نه راځي.

نوموړي زياته کړه "ټولو دا غوښتنه وکړه چې له دوی هېڅ نه کېږي، ځکه چې موږ بلوچستان ته تللي وو هلته هم اجلاسونه وشو خو چې کوم خلک بې درکه کړل شوي د هغوی په اړه هېڅ معلومات نه دي راکړل شوي، نو ځکه اوس ځينو ملګرو دا غوښتنه وکړه چې د استخباراتي ادارې ای بي چارواکي او د اېف سي مشر يا ای جي راوغواړي چېد دغه بې درکه کسانو په اړه ترې پوښتنې وشي ځکه چې له دې ولسي حکومته خو هېڅ نه کېږي."

بلوچستان: په تېرو درې نیمو کلونو کې تر۸۰۰ زیات مړي موندل شوي

د کمېټۍ غونډې ته د بلوچستان د کورنیو چارو يو چارواکي حمید الناصر وویل، دوی ته نه ده معلومه چې خلک چا بې درکه کړي او خوشې شوي کسانو هم ورته هېڅ معلومات نه دي ورکړي. ده وویل،دا وخت په بلوچستان کې ۱۳۶ کسان بې درکه دي چې پکې ۱۲۰ په بېلا بېلو جرمونو کې ککړتيا لري.

د نوموړي په وينا چې تر دې دمه د ۲۷ کسانو مړي موندل شوي او ۱۰۴ کسان بېرته کورونو ته ستانه شوي دي.

دغه غونډې ته حميدالناصر وويل چې کوم کسان بېرته راغلي هغوی دې ته تيار نه دي چې د خپلې ورکېدنې یا تښتونې په اړه معلومات له پوليسو سره شريک کړي.

په غونډه کې د کمېټۍ يوه غړي فرحت الله بابر دا غوښتنه هم وکړه چې د بې درکه کسانو لپاره جوړ کمېشن دې ختم کړل شي او يو نوی کمېشن دې جوړ کړل شي.

د ذکر ده چې د بې درکه کسانو لپاره جوړ کميشن د راپور ترمخه په ۲۰۱۶م کال کښې ۷۲۸ کسان بې درکه شوي چې په تېرو شپږو کالو کښې تر ټولو زيات دي.

پېښور های کورټ: د ۶۰۰ ورک کړل شویو کسانو مقدمې رواني دي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:12 0:00

XS
SM
MD
LG