د لاسرسي ځای

اویا کلن ډونلډ ټرمپ د انتخاباتي کمپاین پر وخت هوډ کړی وو چې له امریکا به یوځل بیا د نړۍ یو ستر هېواد جوړوي

ډېرو نظرپوښتنو ښودلې وه چې ډونلډ ټرمپ به انتخابات وبایلي خو هغه بریالی شو. ټرمپ یو کاروباري سړی دی او تر دې وړاندې کله هم پرحکومتي څوکۍ نه دی پاته شوی. هغه د انتخاباتو د ورستیو نیتجو له مخې د امریکا پینځه څلویښتم ولسمشر غوره شو.

اویا کلن ډونلډ ټرمپ د انتخاباتي کمپاین پر وخت دا هوډ کړی وو چې هغه به امریکا یو ځل بیا د نړۍ یو ستر هېواد جوړ کړي او د خپل کاروبار تجربه به په نړیوال سیاست کې په کار راولي.

ټرمپ په یوه شتمنه کورنۍ کې زیږېدلی دی د هغه پلار فریډ ټرمپ په نیویارک کې د ځمکو کاروباري وو. هغه د پلار په ګامونو وړاندې ولاړو او خپل کاروبار ته يې وده ورکړه او د اربونو ډالرو مالیت یو ستر کاروبار يې پر پښو ودرولو.

هغه په نیویارک کې د ټرمپ ټاور په نوم یو لویه ودانۍ هم درولې ده او بیا يې له هر ډول اسانتیاو ډک هوټلونه، قمارخانې او د ګولف لوبې میدانونه جوړ کړل.

د بري لومړی ګام ستر فکر کول او درلودل دی

د بري لومړی ګام ستر فکر کول او درلودل دی

ټرمپ دوه کتابونه هم لیکلي دي چې پکې يې د خپل کاروبار ترشا د خپلې فلسفې سپیناوی کړی دی. هغه وايي چې د کامیابۍ لپاره باید سوچ لوی وي.

د هغه کتاب په امریکا کې ډېرو خلکو ولوستلو او هغه يې په خلکو وپیژندلو. دغه شان له نومیاتو ماډل ښځو او نجونو سره د هغه واده ـــ ټرمپ لکه د هاليووډ د اداکارانو مشهور کړو.

خو داسې هم نه ده چې ګنې ټرمپ یوڅه ته هم لاس وراچولی دی نو هغه سره زر شوي دي. د نولس سوه نوي په لسیزه کې د امریکا په اټلانټیک ښار او نیوجرسي کې د هغه دوه قمارخانې (کسینوګانې) له لویو مالي تاوانونو سره مخامخې شولې.

ټرمپ د ۱۹۴۶ کال د جون په ۱۴مه نیویارک کې زېږېدلی دی

ټرمپ د ۱۹۴۶ کال د جون په ۱۴مه نیویارک کې زېږېدلی دی

په دوه زره پنځلسم کال کې هغه له ټرمپ ټاوره اعلان وکړو چې دی به د امریکا په ولسمشریزو انتخاباتو کې برخه اخلي او که ولسمشر منتخب شو نو له مېکسیکو به د خلکو په ناقانونه مهاجرت بندیز ولګوي.

د ټرمپ خبرو د هغه د انتخاباتي کمپاین پر وخت ډېر خلک د هغه پرضد قهرجنو مظاهرو ته راوپارول، هغه دا اراده هم ښودلې وه چې د ترهه ګرۍ مخنیوي لپاره به هغه په عارضي توګه د مسلمانانو و امریکا ته په ورتګ بندیز ولګوي خو بیا يې دغه خبره بدله کړه.

شاید تر ټولو لویه لانجه هغه وخت رامنځ ته شوه کله چې واشنګټن پوسټ ورځپاڼې

د هغه یوه ویډیو خپره کړه چې پکې ټرمپ د کېمرې شا ته د ښځو په اړه ځینې څرګندونې وکړې او دې هم ولسو نور په غوسه کړ. له یوه ټېليویژن سره په خبرو کې ټرمپ سپیناوی وکړ چې دا د کوټې دننه خبرې وې او هغه پرې ویاړ نه کوي. تر هغه وروستو یو شمېر ښځو وویل چې ټرمپ په ناوړه توګه هغوی ته لاسونه وړي دي او بې له اجازې یې ښکل کړې دي. ټرمپ دا ټول تورونه ردوي او ویلي يې دي چې دا ټولې ښځې به عدالتونو ته راکش کړي.

پر ټرمپ دا اعتراض هم کېږي چې لکه د نورو کاندیدانو په شان يې د خپل ټیکس حساب کتاب هم نه دی څرګند کړی.

د ډونلډ ټرمپ مخالفې هیلري کلینټن پر هغه تور پورې کړ چې په بهرنیو چارو کې دی د روسیې ولسمشر پوتین ګوډاګی دی. خو پر هغه د دغه نیوکو هېڅ اغېز ونشو او دا هیله يې وښودله چې اسلامي دولت ډلې ته د ماتې ورکولو لپاره به له پویین سره ایتلاف جوړوي.

د انتخاباتي کمپاین په وخت ټرمپ ویلي ول چې په انتخاباتو کې به درغلي کېږي خو هغه اوس د انتخاباتو ګټونکی دی او د نړۍ تر ټولو زورورې څوکۍ لپاره منتخب شوی دی.

تبصرې ښکاره کړئ

XS
SM
MD
LG