د لاسرسي ځای

تازه خبر

"پاکستان باید د هند او افغانستان د اړیکو په پراختیا خفه نشي"


د پاکستان وزیراعظم نواز شریف (پخوانی عکس)
د پاکستان وزیراعظم نواز شریف (پخوانی عکس)

د افغانستان ولسمشر اشرف غني او د هند وزیر اعظم نریندرا مودي د شنبې په ورځ د افغانستان په هرات ولایت کې د سلما بند په رسمي توګه پرانیست.

پراګ: د افغانستان ولسمشر اشرف غني او د هند وزیر اعظم نریندرا مودي د شنبې په ورځ د افغانستان په هرات ولایت کې د سلما بند په رسمي توګه پرانیست. دې بند ته اوس د افغانستان او هند د دوستۍ نوم ورکړل شوی دی.

نریندرا مودي د بند پرانستې په مراسمو کې د وینا په برڅ کې وویل چې دا بند د هند او افغانستان تر منځ د اعتماد او خوش بینۍ نښه ده.

تر دې مخکې افغان ولسمشر اشرف غني وویل دا ښيي چې هند په ښه ډول له افغانستان سره دوستي کوي.

په پيښور کې د سيمه ييزو چارو پوه افراسياب خټک هم افغانستان ته د هندي وزيراعظم سفر د ټولې سيمې په ګټه بولي او وايي پاکستان هم کولای شي چې خپله کږه تګلاره سمه او د هندوستان په څېر کړي .

افراسياب خټک وايي د هندوستان برعکس پاکستان تل په افغانستان کې د حکومتونو پرځاي له ډلو سره اړيکې جوړې کړي دي.

نوموړی وايي د پاکستان دغه سياست ناکامه دی او پکار ده چې په پرمختيايې پروژو کې له کابل سره مرسته وکړي.

ده وویل ، د افغانستان په اړه د پاکستان سياست ډير غلط دی او دې افغانستان او پاکستان دواړو ته تاوان رسولی دی.

افغان ولسمشراشرف غني ويلي دي چې هند۲۰۰ نورې پروژې هم په افغانستان کې عملي کړې دي.

بلخوا هندي وزیراعظم نریندرا مودي ترهګري د افغانستان او سیمې لپاره یوه غټه ستونزه و بلله او وې ویل چې د له منځه وړلو لپاره يې باېد ګډه مبارزه وشي.

افراسياب خټک وايي چې پاکستان لره د هند او افغانستان ترمنځ مخ په زياتېدونکو اړيکو باندې خفه کېدل نه دي پکار ځکه چې افغانستان خپلواکه هيواد دی او چې له چا سره غواړي اړيکې جوړولای شي.

په پيښور کې د پاکستان مطالعاتي مرکز مشر فخر الاسلام وايي که چېرې له افغانستان سره د هند د اړيکو له وجې د پاکستان په امنيت اثرات غورځيږي نو بيا به پرې پاکستان ضرور خفه کيږي

خو افراسياب خټک وايي په افغانستان کې د هند لخوا د سلما بند په څېر د پرمختيايې پروژو نه هيچاته خطر نه شته.

XS
SM
MD
LG