د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان: ولسمشر اشرف غني او وزیراعظم نریندرا مودي سلما بند پرانیستی


د افغانستان په هرات کې سلما بند
د افغانستان په هرات کې سلما بند

د هند وزیر اعظم نریندرا مودي او افغان ولسمشر محمد اشرف غني د افغانستان په هرات ولایت کې د سلما بند رسماً پرانستو.

کابل: د هند وزیر اعظم نریندرا مودياو افغان ولسمشر محمد اشرف غني د افغانستان په هرات ولایت کې د سلما بند رسماً پرانستو.

نریندر مودي د بند پرانستې په مراسمو کې د وېنا په وخت وویلچېدا بند د هند او افغانستان تر منځ د اعتماد او خوش بینۍ نښه ده.

تر دې مخکې افغان ولسمشر اشرف غني په خبرو کې له نریندر مودي مننه وکړه چې د هند په 270 ملین ډالره ورغول شو.

نوموړي دغه ډیم د افغان او هند دوستۍ د بند نوم په ورکولو سره وویل چې دا ښيي چې هند په ښه ډول له افغانستان سره دوستي کوي.

نوموړي وویل خوا او شا ۲۰۰ نورې پروژې هم هند په افغانستان کې عملي کړې دي او له هغه هېوادهیې مننه وکړه چې دا وخت خوا او شا اوولس زره افغان ذده کونکي په هند کې سبق وايي.

ولسمشر اشرف غني ترهه ګري د افغانستان او سیمې لپاره یوه غټه ستونزه و بلله او وې ویل چې د له منځه وړلو لپاره دې باېد یوه ګډه او هم آهنګه مبارزه وشي.

د سلما بند د 42 میګا واټه بریښنا د پیدا کولو توان لري او 75 زره هکټارځمکه هم اوبولائ شي.

دا بندد هرات په چشت شریف ولسوالۍ کې جوړ شوی دی.

په افغانستان کې نوی پرانستل شوی سلما بند چې نوی نوم یې د افغان – هندي دوستۍ بند دی، د هرات ولایت د چشتي شریف په ولسوالۍ کې جوړ شوی دی.

افغان چارواکي وايي چې یاد بند ۴۲ مېګا واټه برېښنا جوړوي او ۷۵ زره هکتاره مځکه خړوبوي.

د دې بندد بیا رغولو په چارو کې ۱۵۰۰ هندي او افغان انجینرانو او کارکونکو برخه اخیستې ده.

XS
SM
MD
LG