د لاسرسي ځای

تازه خبر

د حزب اسلامي يو لوړ پوړی پلاوی راتلونکې اوونۍ کابل ته ځي


د افغانستان د سولې عالي شورا وايي، د حزب اسلامي یو واک لرونکی پلاوی به روانه اونۍ د ګلبدین حکمتیار له لورې د سولې لاسلیک شوی تړون کابل ته وروړي.

د دې هوتکړه لیک یوه کاپۍ د لاسلیک لپار ګلبدین حکمتیار او بله يې ولسمشر اشرف غني ته استول شوې وه .

د سولې عالي شورا مرستیال عبدالخبیر اوچقون بيګا مشال راډیو ته وویل چې د دې سند تر لاسلیک وروسته به د ملګروملتونو د امنیت شورا له تور لسټه د ګلبدین حکمتیار د نوم ایستلو قانوني چارې پيل شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG