د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان انتخابات: د ووټونو شمېرلو عمل پیل

په پاکستان کې د پارلېماني انتخاباتو له پاره رایه اچونه روانه ده. د رایې اچونې لړئ د شنبې پر ورځ سهار په اته بجې پیل شوه.

په پاکستان کې د پارلېماني انتخاباتو له پاره رایه اچونه پای ته رسېدلې ده. د رایې اچونې لړئ د شنبې پر ورځ سهار په اته بجې پیل شوه چې بې له وقفې به د مازیګر تر شپږو بجو روانه وه.

تر دې وروسته د ووټونو د شمېرلو عمل پیل شوی دی.


د پاکستان انتخاباتو په ترځ کې په ټول هیواد کې سخت امنیتي ګامونه اخیستل شوي ول.

د پاکستان تحریک طالبان د انتخاباتي عمل په نښه کولو ګواښ کړی وو.

۱۱:۴۶ ۱۱.۵.۲۰۱۳
د خیبر پښتونخوا په پېښور کې چاودنه شوې ده
۱۱:۴۹ ۱۱.۵.۲۰۱۳
د ژغورنې او مرستندویه ادارې ۱۱۲۲ په وینا دا چاودنه په لړمه کلي کې شوې ده.
۱۱:۵۱ ۱۱.۵.۲۰۱۳
د لړمې په چاودنه کې یو کس وژل شوی او درې ژوبل دي.

د ۱۱۲۲ سرچینې وايي، چاودنه د ووټ اچولو له یوه مرکز (پولېنګ سټېشن) سره نېږدې شوې ده.

چوونکي توکي په موټر سایکل کې ايښودل شوي ول
۱۱:۵۳ ۱۱.۵.۲۰۱۳
دا چاودنه د خزانې های سکول له پولېنګ سټېشن سره نېږدې شوې ده

نور وښیئ

XS
SM
MD
LG