د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان انتخابات: د ووټونو شمېرلو عمل پیل

په پاکستان کې د پارلېماني انتخاباتو له پاره رایه اچونه روانه ده. د رایې اچونې لړئ د شنبې پر ورځ سهار په اته بجې پیل شوه.

په پاکستان کې د پارلېماني انتخاباتو له پاره رایه اچونه پای ته رسېدلې ده. د رایې اچونې لړئ د شنبې پر ورځ سهار په اته بجې پیل شوه چې بې له وقفې به د مازیګر تر شپږو بجو روانه وه.

تر دې وروسته د ووټونو د شمېرلو عمل پیل شوی دی.


د پاکستان انتخاباتو په ترځ کې په ټول هیواد کې سخت امنیتي ګامونه اخیستل شوي ول.

د پاکستان تحریک طالبان د انتخاباتي عمل په نښه کولو ګواښ کړی وو.

۱۱:۵۶ ۱۱.۵.۲۰۱۳

تازه خبر: د خیبر پښتونخوا اسماعیل خان ډېرې په ګومل پوهنتون کې د جنوبي وزیرستان (اېن اې ۴۲) حلقې دوه خپلواکه یا ازاده امېدواران پر پولېنګ سټېشن ورننوتي دي

۱۱:۵۹ ۱۱.۵.۲۰۱۳
د مالوماتو پر اساس ازاد نوماندان عبدالرحیم برکي او جاوېد اقبال د ګومل پوهنتون پولېنګ سټېشن ته ننوتل او تالې یې ماتې کړې.

دوی اعتراض کوي چې په دې مرکز کې د جمیعت علمای اسلام (ف) ډلې نوماند ته زیاته موقع ورکول کېږي.

د دې پېښې په غبرګون د پاکستان پوځ پولېنګ سټېشن ته ور رسېدلی دی چې حالات کابو کړي.
۱۲:۰۱ ۱۱.۵.۲۰۱۳
په کراچۍ په لانډي ټاون کې د عوامي نیشنل ګوند په دفتر بمي حمله شوې ده .

د سیمې پولیس وایي حمله د داود چورنګۍ سره نزدې شوې ده چې له امله یې درې کسان وژل شوي او ۱۵ نور ژوبل شوي دي .

د عوامي نیشنل ګوند د سند صوبې ترجمان عبدالمالک مشال ریډیو ته ویلي دي چې په دې چاودنه کې ددوي د ګوند اته کسان وژل شوي او په لسګونو نور ژوبل شوي دي .

د هغه په خبره د چاودنې په وخت ددوي په سېمه ایز دفتر کې ددوي د ګوند د صوبایي اسمبلۍ امیدوار امان الله محسود او نور سېمه ایزمشران موجود و .

د عبدالمالک په وینا امان الله محسود له یادې حملې څخه ژوندې وتلی دی .

په حمله کې ژوبل شوي کسان کسان د کراچۍ جناح روغتون ته رسول شوي دي .

د یاد هسپتال د ایمرجنسي د څانګې مشرې ډاکټرې سیمي جمالي مشال ته ویلي چې تراوسه دغې هسپتال ته په یاده چاودنه کې ژوبل شوي اووه کسان وروړل شوي دي چې پکې د ځینو روغتیایي حالت د اندیښنې وړ دی .

یاده دې وي امان الله محسود د کراچۍ ښار له ۱۲۸ حلقې څخه د سیند اسمبلۍ ته د عوامي نیشنل ګوند لخوا کاندید دی . دده په حق کې د پاکستان پیپلز ګوند هم خپل امیدار کینولی دی .

امان الله محسود د جنوبي وزیرستان سره تعلق لري . نوموړي په تېر ځل ټولټاکنو کې له همدې حلقې څخه سیند اسمبلۍ ته کامیاب شوی وو.
۱۲:۱۰ ۱۱.۵.۲۰۱۳

تازه خبر: د کراچۍ ښار په پښتون ګڼ میشته سېمه داود چورنګۍ کې په بمي حمله کې د وژل شویو شمیر ۱۱ ته لوړ شوی دی .


د کراچۍ د جناح روغتون د ایمرجنسي د وارډ مشرې ډاکټرې سېمي جمال مشال ریډیو ته ویلي چې تراوسه په دغې حمله کې د وژل شیو ۱۱ کسانو مړي یاد هسپتال وروړل شوي دي .

د نوموړې په خبره په چاونه کې زخمیان شوي ۴۰ کسان اوس مهال په دغه هسپتال کې د درملنې لاندې دي چې په کې د ۷ کسانو روغتیاي حالت د انديښنې وړ دی .

یاده دې وي نن سهار د کراچۍ ښار د داود چورنګۍ په سیمه کې د عوامي نیشنل ګوند پر دفتر بمي حمله شوې ده .

د حملې په وخت د عوامي نیشنل ګوند ګڼ شمیر پلویان او د کراچۍ له ۱۲۸ حلقې څخه د دغه ګوند نامزد امیدوار امان الله محسود په دغه دفتر کې موجود و.

د عوامي نیشنل ګوند چارواکي وایي له حملې څخه امان الله محسود ژوندی وتلی دی خو په چاودنه کې وژل شوي او ژوبل شوي ټول کسان د دوي د ګوند غړي او خواخوږي دي .

نور وښیئ

XS
SM
MD
LG