د لاسرسي ځای

تازه خبر

پر جنوبي وزیرستان د بې پیلوټه الوتکو بریدونه


واڼه - په قبایلي سیمې جنوبي وزیرستان کې د بې پیلوټه الوتکو په دوو بېلا بېلو بریدونو کې شا و خوا ۱۳ مشکوکه وسله وال وژل شوي دي.


د چارواکو په وینا، لومړی برید د جمعې (د مارچ نهمه) په مازیګر د جنوبي وزیرستان د شکتوۍ په سیمه کې شوی چې په کې د وسله والو ګاډی په نښه شوی دی.

چارواکي وايي، تر لومړي برید یو ساعت وروسته بې پیلوټه الوتکو د شکتوۍ په بله برخه کې پر یوه کور توغندي وتوغول چې په کې شا و خوا شپږ مشکوکه وسله وال ووژل شول.

د قبایلي سیمې مومندو د سلالې پر پوستې د ناټو تر بمبارۍ وروسته د بې پیلوټه الوتکو بریدونه درېدلي ول خو موده وشوه چې اوس بیا پیل شوي.

د ۲۰۱۱ز کال د نومبر په ۲۶مه د سلالې پر پوستې په بمبارۍ کې ۲۴ پاکستاني سر تېري وژل شوي ول.

تر دې وروسته پاکستان، په افغانستان کې د ناټو سر تېرو ته د سامان وړونکو ګاډو پر مخ د تورخم او چمن لارې وتړلې.

دې برید د پاکستان و امریکا لا ترینګل اړیکي پسې نور خراب کړل.
XS
SM
MD
LG