د لاسرسي ځای

تازه خبر

"د پاکستان له لارې به نېټو نه رسد ژر پېل شي"


د امریکا لوړ پوړی کمانډر جنرل جیمز میټیس
د امریکا لوړ پوړی کمانډر جنرل جیمز میټیس
سرچینه: اې اېف پي

ژباړه: ملیحه امیرزاده

اې ایف پي خبري اژانس ليکي په منځني ختیځ کې د امریکا لوړ پوړي کمانډر جنرل جیمز میټیس ویلي په راتلونکي لسو ورځو کې به پاکستان ته سفر کوي چې د دغه هیواد له مشرانو سره په افغانستان کې میشت د نیټو ځواکونو لپاره د رسد زمکنۍ لارې په بیا خلاصولو خبرې وکړي.

دغه لارې پروسږ کال د نومبر په میاشت کې له هغې وروسته تړل شوې کله چې په سلاله چیک پوسټ په امریکایی هوایی بریدونو کې ۲۴ پاکستاني پوځیان ووژل شول.

خبري اژانس ليکي جنرل جیمز میټس د امریکایی سینیټ مسلح ځواکونو کمیټۍ ته ويلي چې که څه هم نیټو له شمالي سرحدي لارو او په هوایی رسد سره، په افغانستان کې خپلو ځواکونو ته سامان رسول جاري ساتلی خو دا یې وویل چې د پاکستان زمکنۍ لارو ته په دې ضرورت دی چې د ټاکل شوي پلان سره سم په افغانستان کې د امریکایی ځواکونو شمېر له ۹۰۰۰۰ نه ۶۸۰۰۰ ته را ټیټ کړي.

اې ایف پي ليکي امریکایي چارواکو هیله څرګنده کړې ډېر زر چې کله د پاکستان پارلیمان د واشنګټن او اسلام آباد تر مینځ تعلقاتو ته بیا کتنه مکمله کړي نو دغه تړل شوې لارې به بیرته پرانیزي.

جیمز میټس ویلي د پارلیمان دغه پروسې ته انتظار کوي . خو نوموړي د دغه مسلې د هواریدو په اړه خوشبیني څرګنده کړه.

د اژانس په خبره کله چې په پوله دغه لارې بیا خلاصې شي نو اټکل کیږي پاکستان به د کراچۍ بندر له لارې د نيټو سامان افغانستان ته په رسولو ټیکس لګوي.

اژانس لیکي تېر کال د سي آی اې د یو اهلکار لخوا د دوه پاکستاني وګړو وژنې او د مۍ په میاشت کې د امریکایي ځانګړو ځواکونو لخوا په ایبټ آباد کې د اسامه بن لادن د وژل کیدو وروسته د امریکا او پاکستان تر مینځ تعلقات خراب شو چې بیا د سلاله چیک پوسټ پېښې د دواړو هیوادونو تر مینځ په تعلقاتو کې نورې کشالې رامینځ ته کړې.
XS
SM
MD
LG