د امریکا لاس اېنجلس ټایمز ورځپاڼه لیکي په دې وروستیو کې د امریکا د استخباراتو مرکزي ادارې سي آی اې په قبایلي سیمو کې د بې پیلوټه الوتکو بریدونه ځنډولي دي. د ورځپاڼې په خبره، د بریدونو ودرولو لامل د پاکستان و امریکا تر منځ خراب اړیکي دي.
لاس اېنجلس ټایمز ورځپاڼه لیکي سي آی اې دا خبره نده اعلان کړې چې بریدونه یې ځنډولي خو یوه نیمه میاشت وشوه چې د بې پیلوټه الوتکو برید نه دی شوی.
د ورځپاڼې په خبره، یو خو دا بریدونه د پاکستان و امریکا تر منځ د باور په تېزۍ سره د کمېدو له کبله ځنډول شوي دي، او بل دا چې د امریکا په حکومت کې د سي آی اې لخوا د دې بریدونو د راتلونکې په اړه شدید بحث هم روان دی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت او د ملي امنیت د ادارې ځېنې چارواکي وايي، د دې بریدونو منفي اړخونه هم دي. دا چارواکي وايي، په دې بریدونو کې د پاکستان دا دعوې چې ولسي وګړي هم په کې وژل شوي، او امریکا له دې دعوو سره اختلاف کوي، په پاکستان کې یې د ولسمشر اصف علي زرداري حکومت له مشکلاتو سره مخامخ کړی دی.
بریدونه تر هغه وخت وروسته ودرېدلي چې د نومبر په ۲۶مه د ناټو جنګي الوتکو د قبایلي سیمې مومندو د سلاله پر پوستې برید وکړ او هلته یې ۲۴ پاکستاني سرتېري ووژل.
دې برید د دواړو هیوادونو اړیکي زښت پسې خراب کړل.
د لاس اېنجلس ټایمز ورځپاڼې له رپورټ سره سم، اوسمهال یواځې دا بریدونه ځنډېدلي دي او تګلاره هم هغه ده بدلون په کې نه دی راغلی.
د رپورټ تر مخې د بې پیلوټه الوتکو په بریدونو کې سږ کال د حقاني اورپکې شبکې غړي په نښه کړل شوي دي.
د دې ډلې په اړه امریکا وايي، په سپټمبر کې یې په کابل کې د ناټو پر سر دفتر او د امریکا پر سفارت بریدونه کړي ول.
د امریکا د ولسمشر اوباما د ادارې پر مهال، په قبایلي سیمو کې د بې پیلوټه الوتکو بریدونه ډېر زیات شول او په دې بریدونو کې زیاتره د القاعده او طالبانو مشران ووژل شول.