د لاسرسي ځای

تازه خبر

سپین بولدک کې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه


د جولای پر ۱۵مه د سپین بولدک او چمن پر لار سلګونه کسان واوښتل
د جولای پر ۱۵مه د سپین بولدک او چمن پر لار سلګونه کسان واوښتل

افغان ځواکونه د کندهار ولایت د سپین بولدک ولسوالۍ د بېرته نیولو لپاره د وسله والو طالبانو پر ضد عملیاتو ته دوام ورکړی دی.

په هغه ولسوالۍ کې د جولای پر ۱۶مه جګړه په داسې حال کې روانه ده چې افغان چارواکي تور پورې کوی چې پاکستان د پولې له پورې غاړې څخه د طالبانو ملاتړ کوي.

د سپین بولدک ولسوالۍ د بلوچستان له چمن ښار سره پر پوله پرته ده.

د جولای پر ۱۴مه، د طالبانو لاس ته د سپین بولدک ولسوالۍ تر لوېدو وروسته د سیمې خلک وايي، د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ سخته جګړه روانه ده.

د فرانسې خبري اژانس په سیمه کې د خپل خبریال له خولې راپور ورکړی چې د پاکستان غاړې ته په یوه روغتون کې د لسګونو ژوبلو وسله والو درملنه روانه ده.

اژانس فرانس پرېس وايي، د چمن په یوه روغتون کې روغتیاپالان د ژوبلو وسله والو طالبانو درملنه کوي - د ۲۰۲۱ز د جولای ۱۶مې انځور.
اژانس فرانس پرېس وايي، د چمن په یوه روغتون کې روغتیاپالان د ژوبلو وسله والو طالبانو درملنه کوي - د ۲۰۲۱ز د جولای ۱۶مې انځور.

اژانس فرانس پرېس د جولای پر ۱۶مه خبر ورکړ چې ژوبل وسله وال د پولې هغې خوا ته د چمن په یوه روغتون کې تر درملنې لاندې دي.

د افغانستان مرستیال ولسمشر امرالله صالح د جولای پر ۱۵مه پاکستان د طالبانو په ملاتړ او افغان هوايي ځواک ته په خبرداري ورکولو تورن کړ، خو پاکستان دا تور رد کړ.

بل پلو راپورونه وايي، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د چمن دروازه د جولای پر ۱۶مه د مساپرو پر مخ تړل شوې ده.

پاکستان د جولای پر ۱۴مه دا لاره وروسته له هغې وتړله چې افغان طالبانو د کندهار په سرحدي ولسوالۍ سپين بولدک حمله وکړه خو وروسته چې افغان ځواکونه هلته ورسېدل نو پاکستان د جولای پر ۱۵مه د یوې ورځې لپاره لاره پرانېستې وه چې د جګړو له وجې یې اوس بیا تړلې.

د لارې د بندېدو له وجې دواړو غاړو ته سلګونه مساپر بند پاتې دي.

د چمن ځايي چارواکو د جولای پر ۱۶مه مشال راډیو ته وویل، د سپین بولدک د امنیتي وضعیت له وجې یې د تجارتي ګاډو تګ راتګ هم درولی دی.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG