په خوست کې درې زره کورونو ته برېښنا ورسول شوه

د خوست اسماعیلخېلو او مندوزیو ولسوالیو د اوو لویو کلیو درې زره کورونو ته برښنا ورسول شوه.

د برېښنا په غځونه او د نورو اړوندو وسایلو په نصب باندې ۱،۴ میلیونه امریکايي ډالر لګښت راغلی دی.

خوست والي محمد حلیم فدايي مشال راډیو ته وویل، که خلک غواړي، چې د دوی د کورونو لپاره د برېښنا د وېش او غځولو بهیر چټک شي، نو میټر دې واخلي او د برښنا شرکت حساب ته دې میاشتنۍ لګښت په خپل وخت جمع کړي.

د اسماعیلخېلو او مندوزیو ولسوالۍ درې زره کورونو ته د وارداتي برېښنا غځولو، وېش او فعالیدو په پار ناسته د یادې ولسوالۍ د حیدرخېلو د مقبلو په جومات کې جوړه شوې وه.

چارواکي وايي، د کورونو لپاره د یو کیلوواټ برښنا بیه پاو باندې شپږ افغانۍ او سوداګریزو ساحو لپاره يې بیه (۱۷) افغانۍ ده، خو د جوماتونو برښنا وړیا ده.

که څه هم درې زره کورونو ته د برښنا د توزیع په مراسمو کې چارواکو پدې انديښنه څرګنده کړه، چې خلک د میټرو او مزو په غځولو کې فعال نه دي