له روسه تر هنده: په نړۍ کې د اختر تياريانې
مسکو - روس: يو هلک چې د روسي ولسمشر ويلاديمير پوتين د عکس کميس يې اغوستی، د اختر لمونځ کوي
نن په روس کې د اختر لومړۍ ورځ ده. يو پوليس د هغو خلکو پر پېره ولاړ دی چې د مسکو په يو جومات کې لمونځ کوي
روسان د مسکو په مرکزي جومات کې د اختر لمونځ کوي
يوه کورنۍ د ترکي په استنبول کې يو پارک کې د روژه ماتې په وخت
خلک د ترکي په استنبول کې د روژه ماتې په وخت
د تايلينډ په نارايتيوات ښار کې خلک اختر لپاره شيان اخلي
د ملايشيا په کوالالمپور کې يوه ميرمن اختر لپاره جامې اخلي
د ملايشيا په کوالالمپور کې يو هلک اختر لپاره جامې اخلي
د اردن په عمان کې د اختر تياريانې
د اردن په عمان کې ماشومان د لالټينونو سره
د هند په الله اباد کې د آخري روژې پر مهال خلک لمونځونه کوي
د هندوستان په الله اباد کې په جامع جومات کې يو تن لمونځ کوي
په بنګله دېش کې د اختر په رارسېو سره بازارونو کې ګڼه ګوڼه ډېره شوې ده.
افغان مېرمنې د افغانستان په هرات ښار کې وچه مېوه اخلي
په چيک جمهوريت کې خلک د اختر لمونځ کوي